نړیوال خبرونه

طالبان: امریکایۍ الوتکې لا هم د افغانستان پر فضا ګرځي

د امریکا بې پیلوټه الوتکې اوس هم پر افغانستان الوتنې کوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امریکا بې پېلوټه الوتکې لا هم کله نا کله د افغانستان پر فضا ګرځي. نوموړی وایي، دا چاره د افغانستان پر هوایي حریم څرګند تېری دی او د بندولو په اړه یې له امریکایي چارواکو سره بحث او خبرې روانې کړې دي

مسایل له امریکایانو سره په لوړه کچه تر بحث لاندې دي

نوموړي پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې تړاو یې نیوکې له امریکایانو سره شریکې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره مخامخ طالبانو سره خبرې وکړي. د ښاغلي مجاهد په ټکو: “د بې پيلوټه الوتکو ګرځېدل چې کله کله کېږي دقیقا دا امریکايۍ الوتکې دي، لا هم زموږ پر فضا ګرځي، دا موضوعاتو امریکایانو سره په لوړه کچه تر بحث لاندې دي، موږ دا تېری بولو چې لا هم زموږ پر فضا تېري ته دوام ورکوي

ور یی ولوله | هېواد کې د کرونا پېشې زیاتې شوي دي

ور یی ولوله | د اا پر مسولینو د سفرونو یندیز په اړه غونډه بې پایلو ختمه شوه

د یادولو ده چې ډ امریکا حکومت له افغانستان د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته ویلي وو چې د هوا له لارې به د افغانستان د خاورې څارنه کوي اجازه به نه ورکوي چې څوک له افغانستانه پر امریکا یا متحدینو یې برید وکړي

امریکا تینګار کوي چې دا موضوع د دوحې په تړون کې هم یاده شوې او طالبانو ورسره منلې، خو طالبان وایي د دوحې تړون کې داسې هېڅ ماده نشته چې امریکایي الوتکې دې د افغانستان هوایي حریم ته داخلې شي. د الظواهري وژنه ادعا ده، مړی نه دی موندل شوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button