افغانستان

طالبان: امریکا زموږ دښمنه، نه ده

اړوند خبرونه:

د پېښو پر مهال له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو مرستې

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

متحده عربي اماراتو په خان یونس کې بې ځایه شوو ته بشري مرستې ورسولې

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکايي پلاوي تر سفر وروسته له العربیه خبري شبکې سره په مرکه کې ويلي چې له امریکا سره یې دښمني پای ته رسیدلې او ټینګار یې کړی چې «هیڅ دښمني به تر قیامت پورې دوام ونه کړي.»

مجاهد پرون (سې‌شنبې د حمل ۴مه) په هغه مرکه کې ویلي چې کابل د متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هیوادونو سره متوازن اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي. هغه دا چلند د اسلامي امارت د ډیپلوماټیکې پالیسۍ یوه برخه ګڼله، چې د هغه په وینا یې مثبتې پایلې یې لرلې دي.

هغه په افغانستان کې د سفارتونو د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې له اسلامي امارت سره تعامل د ټولو خواوو په ګټه دی.

د هغه په وینا، “په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور له پای ته رسېدو وروسته، د امریکا په وړاندې د طالبانو دښمنانه دریځ پای ته رسیدلی، او د خبرو اترو او تعامل لپاره یو نوی فصل پرانیستل شوی دی.”

په وروستیو کې یو امریکايي پلاوي کابل ته سفر وکړ چې د بېلابېلو سرچینو له خوا د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او ګډې زمینې موندلو د هڅو نښه ګڼل شوې ده.

دا پرمختګونه په داسې وخت کې راځي چې اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیاځلي واکمنېدو راهیسې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، او تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button