اقتصاد او سوداګري

طالبان او نړیوال بانک د کاسا۱۰۰۰ پروژې د پیل په اړه هوکړې ته نږدې شوي

طالبانو خبر ورکړی چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې د پیل په اړه له نړیوال بانک سره هوکړې ته نږدې شوي دي

د اقتصادي کارپوهانو په نظر که طالبان د کاسا۱۰۰۰ پروژې پر پیلولو بریالي شي، دا به د افغانانو لپاره تر ټولو لوی کار وي او د خلکو په ژوند کې به ژور مثبت اقتصادي بدلون راشي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت د پروګرامونو مشر وايي، دغه وزارت د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پیل لپاره له نړېوال بانک سره په اړیکه کې دی او ډېر ژر به یې عملي کار پیل شي.

فرهاد محمودي ویلي، چې د دغه پلان په پلي کېدو سره به د طالبانو حکومت په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

د اوبو او برېښنا وزارت لاسته راوړنې

نوموړي د شنبې په ورځ د کاسا ۱۰۰۰ په اړه د یاد وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکړې په پروګرام کې وویل: «موږ له نړیوال بانک سره په اړیکه کې یو، د نړیوال بانک په استازیتوب تړونونه شوي، دا پروژه به ډېر ژر پیل او تر ۲۰۲۶ پورې به بشپړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

دغه طالب چارواکي ویلي چې د دې پروژې په بشپړېدو او پلي کېدو سره به پاکستان ته د برېښنا له لېږد څخه په کال کې ۶۵ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي.

نور ولولئ: برښنا: کابل کې دوه صنعتي پارکونو ته ۱۸ ساعته برښنا ورکړل شوه

نور ولولئ: نړیوال بانک په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د بیا پیل لپاره ۳۰۰ میلیون ډالر ځانګړي کوي

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

د تېر کال په کب میاشت کې نړیوال بانک ویلي و، چې په افغانستان کې د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد د مزي پروژې د جوړولو کار د دغې پروژې د شریکو هېوادونو، قرغزستان، ازبکستان او پاکستان په غوښتنه پیلوي.

afghan 2024 08 05t150530.070
کاسا ۱۰۰۰ پروژه

د نړیوال بانک د پرېکړې له مخې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د جوړولو ټول لګښتونه به له افغانستانه بهر او د طالبانو له اداري سیسټمونو څخه لرې اداره کېږي.

د کاسا۱۰۰۰ پروژې لګښت

که څه هم دا پروژه د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ودرول شوه، خو نړیوال بانک د تېر کال په وروستیو کې وويل چې اوس به پر دې پروژې ۱۱۰ میلیونه ډالر ولګول شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه به له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي.

دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمه ییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ پورې بشپړه شي.

د کاسا ۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد مزي به د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا په لرلو د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او پاکستان ته به لېږدول کېږي.

فرهاد محمودي وویل چې د طالبانو د برېښنا وزارت د افغانستان په ګرمو ولایتونو لکه فراه او پکتیکا کې د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button