نړیوال خبرونه

طالبان: تور لست د مذاکراتو په وړاندې ستر خنډ دی

طالبان: تور لست د مذاکراتو په وړاندې ستر خنډ دی.طالبان وایي تور لست او د جایزو لستونه چې د یو شمېر طالب مشرانو نومونه پکې اچول شوي دي، د مذاکراتي پروسې او دوه اړخیز باور په وړاندې ستر خنډونه دي، چې باید نور له منځه لاړ شي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د اوونۍ تبصره تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې ذکرشوي چې امریکا له یوه لوري طالبانو ته د سولې او روغې جوړې لاس اوږدوي، خو بلخوا ته یې د طالب مشرانو نومونه په تور لست کې ساتلي او د هغوی په سر یې جایزې اعلان کړي دي، چې د طالبانو په خبره هیڅ ډول منطقي کار نه دی.تبصره کې وړاندې راغلي، چې د تور لست او د جایزې د لستونو په شتون کې مفاهمه او روغه جوړه کومه معنا نه لري.

او نه هم پايلې ته رسېدای شي، ځکه د تبصرې په بنسټ، په روغه جوړه کې تر ټولو مهم عنصر دوه جانبه باور دی، چې د تورو لستونو په شتون کې ترلاسه کېدای نشي.یاده تبصره کې پر ملګرو ملتونو غږ شوی، چې د تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو د افغانستان د قضيې حل ته خپله ژمنتیا ثباته کړي.

دوی وړاندې زیاته شوې، چې څو ورځې وړاندې له امریکايي روسي چینايي او پاکستاني استازو سره په ګډه غونډه کې د طالبانو استازو د تور لست د ختمولو په اړتیا قوي استدلال وکړ او یادو مملکتونه هم ژمنه وکړه، چې لستونه به ختموي.د دغه ډلې پر وینا تورو لستونو په تېرو دوو لسیزو کې هيڅ ګټه نه ده کړې، بلکې دوه جانبه باور ته یې خطر جوړ کړی او د سولې په لار کې د خنډونو په حیث پاتې شوي، چې باید نور طالب مشران په مطلق ډول ترې وایستل شي.

img 20210506 103900

د دغه لست په ختمولو د طالبانو ټینګار داسې وخت دی، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق پر بنسټ امریکا باید په ملګرو ملتونو کې له تور لست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو هڅې کړې وای او تر دې دمه باید د طالب مشرانو نومونه له تور لست څخه ایستل شوي وای؛ خو لا هم په دې برخه کې د پرمختګ کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button