اقتصاد او سوداګري

طالبان: تېره اوونۍ د رېل له لارې ۸۰ زره مټریک ټنه سوداګري شوې

اړوند خبر:

د ټرانس افغان ریل لاره: ازبکستان به د کندهار یا د مزارشریف لار غوره کړي؟

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره ۲۵۲ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دا اندازه سوداګري د تېرې اسد میاشتې له ۲۴مې تر ۳۰ مې نېټې پورې شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د حیرتان بندر له لارې ۴۵ زره ۴۲۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۱ زره ۸۷۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹ زره ۳۴۷ ټنه او د خواف –هرات له لارې ۱۳ زره ۵۱۱ ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۸۰ زره ۲۵۲ ټنه نفتي، غیرنفتي او نور مواد هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، چې په دې سوداګرۍ کې یوه برخه صادرات دي، چې په تېره یوه اوونۍکې (۱۲۹) ټنه صادرات شوي، چې معدني ډبرې دي.

اقتصادي شنونکي وایي، هر څومره چې د صادراتو او وارداتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

خو په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې یاد وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته لا زياتو اسانتياوو د برابرولو هڅې کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button