کورني خبرونه

طالبان دوحه کې امریکا سره د افغانستان کنګل شویو شتمنیو په اړه خبری کوی

  افغانستان  افغانستان

طالبان  دوحه کې به د امریکایانو سره د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په تړاو  خبری کوی افغان طالبانو ویلي چی  اینده  اوونۍ کی  به یې د  خارجه وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی دوحې ته ځي او هلته به له امریکایي او اروپایي ټولنی چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوی .

د طالبانو د خارجه  وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پخپله ټوېټر پاڼه کی لیکلي چی  دې لیدنه  کې به د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په تړاو  هم خبرې وکړی . د امریکا د خارجه  وزارت هم منلې  چې د افغانستان لپاره یې ځانګړی استازی ټام وېسټ به اینده  اوونۍ دوحه کې  به له طالبانو سره لیدنه کوی . یاد وزارت د دې لیدنی  د اجنډا مهم ټکي یاد کړي خو د افغانستان کنګل شویو شتمنیو د ازادوولو په تړاو یې څه ندی  ویلي. خو د طالبانو دخارجه  وزارت ویاند ویلی چی  پر دې موضوع سربېره به پر سیاسي ستونزی ، بشري همکاری ، معارف،روغتیا،‌ ثبات د سفارتونو بیا پرانیستلو او نورو ستونزی  خبرې وکړی  ښاغلي بلخي ویلي  د طالبانو په دې پلاوي کې به د معارف، عامې روغتیا، مالیې، امنیتي وزارتونو او د افغانستان بانک چارواکي او استازي هم  شامل وي

دا هم ولولئ | کابل کی د پاسپورټونه ویش موقتی بند او نورو ولایتو کی روان دی

د امریکا د خارجه وزارت په دې تړاو  څه ویلي؟ بل اړخ  د امریکا د خارجه  وزارت تائید کړې چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړی استازی ټام وېسټ به اینده  اوونۍ دوحې ته ځي او هلته به د افغان طالبانو له مشرانو سره مخامخ خبرې وکړی. د یاد وزارت ویاند نېډ پرایس سه شنبه خبریالانو ته ویلی  ښاغلی وېسټ به دوه

اوونۍ دوحه کې به  وي او طالبانو سره به د ترهګرۍ ضد مبارزې او له افغانستان  څخه د امریکایي او نورو وګړو پر امن ایستلو لپاره خبری کوی. ښاغلی  زیاته کړی چی د طالبانو سره لیدنه  کې به افغانستان سره پر بشري همکاریو  او د دې هېواد پر اقتصادي‌ وضعیت په تړاو هم خبری وکړی.

یادونی وړ ده   چې ټام وېسټ تېره میاشت د زلمي خلیلزاد پر ځای د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ونومول شو. نوموړي د مخه د روسیې، پاکستان او هند په ګډون یو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او اسلام اباد کې یې د ټرایکا-پلس هېوادونو د غونډې په ترڅ کې له طالب چارواکو سره هم لیدلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button