ځایی

نړیواله ټولنه: طالبان باید همه شموله حکومت جوړ کړي

امریکا، روسیې، چین، بریتانیا او فرانسې چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پینځه دایمي غړي دي د افغانستان په باب په خپله غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، داسې حکومت دې جوړ کړي چې ټول افغانان پکې خپلځانونه وویني او د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي.

په نیویارک کې د سېپټېمبر پر ۲۲مه په چارشنبه په خپله غونډه کې د افغانستان په اړه ګډ دریځ خپل کړ او ویې ویل، پر طالبانو به فشار راولي چې اوس تر پوځي واکمنۍ وروسته ټول-شموله شي. چین او روسیې د طالبانو د تیرې میاشتې بریا د امریکا ماتې وګڼله او څرګنده یې کړه چې له طالبانو سره کار وشي، خو د امنیت شورا یوه غړي هم دا و نه ویل چې دوی به د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت پیژني.

20210925 143059 1

د امنیت شورا تر غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګویتېرېش خبریالانو ته وویل، د امنیت شورا د غونډې غړي یو سوله ییز او باثباته افغانستان غواړي چې هلته بشري مرستې له ستونزو او توپیر پرته وویشل شي .ګویتېرېش زیاته کړه: “داسې افغانستان غواړو چې هلته د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی وشي، هلته د ترهګرو پناه ګاه نه وي او داسې حکومت ولري چې پراخ بنسټه وي او د ټولنې ټولې برخې استازیتوب پکې ولري.

دا هم ولولئ | د مالیې وزارت د بریښنایی بیان سیسټم بیرته فعال شو

د امریکا، بریتانیا، فرانسې او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې غونډه کې خپله حضور درلود او د چین د بهرنیو چارو وزیر انلاین برخه په کې اخیستې وه دې خبرو تر یوه ساعت ډېر دوام وکړ. فرانس پرېس اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا لیکي چې په دې غونډه کې همغږي زیاته وه او هیله ده چې طالبان به د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

دې چارواکي زیاته کړه، دی فکر نه کوي چې د طالبانو له اوسني سرپرست حکومته به څوک راضي وي او د چین په ګډون به یې څوک په رسمیت پېژنيد بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس دا غونډه رغنده وبلله او په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژانګ یون تر غونډې مخکې فرانس پرېس اژانس ته وویل چې د امنیت شورا ټول غړي په افغانستان کې یو پراخ بنسټه متحد حکومت غواړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button