ژوند

طالبان د افغان کډوالو له نیکو سره مخامخ دي؛ طالبان وايي پاکستان به افغان ښځې او ماشومان نه بایومیتریک کوي

افغان کډوال وايي، طالبان دا غټه لاسته راوړنه بولي چې افغان ښځې او ماشومان به نه بایومیتریک کوي، خو د پاکستان زندانونو کې یې غم نه شي خوړلی

اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ور سره ژمنه کړې چې تر دې وروسته به د ستنېدونکو کډواو د ښځو او له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو بایومتریک نه کوي.

دغه سفارت نن خپل اېکس کې لیکلي چې سرفراز بګټي ژمنه کړې چې تلونکي او په پاکستان کې قانوني کډوال ونه ځوروي.

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

له پرون راهیسې چې په پاکستان کې بې قانونه کډوالو ته د وتلو نېټه پوره شوې، ور سره پر دې کډوالو سربېره د قانوني مهاجرو نیول هم پیل شوي دي.

د پاکستان له کورنیو چارو له وزیر سره لیدنه

د طالبانو سفارت پرون هم همدا خبره کړې وه او نن یې لیکلي چې سردار احمد شکیب په دې تړاو له سرفراز بګټي سره خبرې وکړې او هغه ژمنه کړې چې امنیتي ځواکونو ته به هدایت وکړي چې تلونکي او په پاکستان کې قانوني کډوال نور ونه ځورول شي.

تلونکي کډوال چې تر ډېره له تورخم او چمن افغانستان ته ستنېږي، د بایومتریک او د کم پرسونل له امله په شپو شپو دغو بندرونو کې بند پاتې دي.

خو د طالبانو د ټوېټ له مخې د پاکستان سرپرست کورنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې: «په تورخم او چمن کې به نور د ښځینه او تر ۱۴ کلونو کم ماشومانو بایومیترک نه کیږي.»

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل د باج اخیستو لپاره چل دی

طالبان وايي، د پاکستان کورنیو چارو وزیر ور سره ژمنه کړې چې «په تمځیو کې وسایل او په لارو کې د معلوماتو د ثبت ټیمونه به زیات کړي ترڅو د خلکو د تګ پروسه تیزه شي.»

له افغان کډوالو د شخصي ملکیتونو او شتمنیو ګرځول

ستنېدونکي کډوال دا هم وايي چې پاکستاني ځواکونه له پنځوس زرو ډېرې روپۍ نه ور سره پرېږدي او ځینې وسایل هم نشي لېږدولی.

د طالبانو سفارت وايي، همدا ستونزه یې د پاکستان کورنیو چارو وزیر سره شریکه کړې او پاکستاني لوري ژمنه کړې چې «د مهاجرینو د نغدي او غیر نغدي اموالو د انتقال په اړه به ډېر ژر یو میکانیزم اعلان شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت د دې لیدنې په هکله لا څه نه دي ویلي.

پاکستان د اکتوبر لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته تر یوې میاشتې وخت ور کړ او پرون یې وویل، چې په دغه موده کې تر یو لک ۴۰ زرو ډېر کډوال له دغه هېواد وتلي چې ډېری یې افغانان دي.

د یادونې وړ ده چې لا هم افغان کډوالو تر سختو فشارونو لاندې دي، خو طالبان ورسره هغه ډول همکاري نه شي کولی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button