نړیوال خبرونه

طالبان: د انجونو شرعي او ملي معیارونو برابر لباس ته دې پام وشي

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت معارف وزارت اعلان وکړ چې سر له چهارشنبې ورځې به د هیواد په ټولو ښوونځيو کې درسونه پیل شي. د نجونو له پاره د ښوونځيو شرایط څه ډول دي؟ دا لومړی ځل دی چې طالبان په افغانستان کې قدرت ته تر رسیدلو وروسته هغو نجونو ته ښوونځي ته د تلو اجازه ورکوي چې د شپږم ټولګي څخه په پورته صنفونو کې زده کړې کوي، خو د ټاکلو مقرراتو له مخې.

د افغانستان د معارف وزارت ویاند، عزیز احمد رویان، د آلمان خبري آژانس (dpa) ته وویل له ۱۲ کالو ډير عمر درلودونکو نجونو او ښځینه ښوونکو له پاره باید په ښوونځيو کې ځانکړي ترتيبات برابر کړل شي. هغه وویل چې په دغو مقرراتو کې «د ښوونځيو جلا ساختمانونه، د حجاب رعایت او ښځينه ښوونکو له خوا تدریس» شامل دي.

رویان زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې د ښوونځيو د ساختمانونو د کمښت له مخې د هلکانو او نجونو بیلول ممکن نه وي، هلته به د هلکانو او نجونو د تدریس وختونه جلا کيږي. تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش، د طالبان له دغې طرحې هرکلی وکړ چې په نوي تعليمي کال کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازوې پرانیزي.

نور یی ولوله | شکیب الحسن به نن شپه له سویلي افریقا بېرته خپل هېواد ته ستون شي

طالبانو وروسته تر پراخو ملي او نړیوالو فشارونو ژمنه وکړه چې دوی په نوي تعلیمي کال کې د ټولو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې پرانیزي. ګوتریش پر خپل تویتر کې لیکلي وو: «زه د طالبانو له خوا د مارچ میاشتې په ۲۲ نیټه د نجونو او هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو طرحې چې اوس باید تصویب او عملي شي، هرکلی کوم.»

طالبان تر شل کاله جګړې وروسته د ۲۰۲۱م کال په اګست کې بیا واک ته ورسیدل. تر هغه وروسته نجونو یوازې تر ابتدائېه کچې پورې اجازه درلوده چې ښوونځيو ته ولاړې شي. یوازې د افغانستان په محدود شمیر ولایتونو کې نجونو کولای شول چې منځنيو ښوونځیو او لیسو ته ولاړې شي. خو د پلازمېنې کابل په ګډون په اکثرو ولایتونو کې نجونې پر کورونو ناستې او له تعلیم څخه محرومې وې.

د تیرکال په اګست کې له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم د افغانستان پخوانی حکومت چې لويديځ یې ملاتړ کاوه، هم ړنګ شو او طالبان پر افغانستان واکمن شول. طالبانو له هغه وخت راوروسته د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو په ورځنې ژوند کې پراخ محدودیتونه وضع کړل چې د هغو له ډلې یو هم د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل وو.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button