اقتصاد او سوداګري

طالبان د بي‌بي خدیجه الکبری په ملي او نړۍوال نندارتون کې نارینه ته د ګډون اجازه نه ورکوي

په دې نندارتون کې چې د ښځو ترڅنګ نارینه‌ متشبثینو هم برخه اخیسته، طالبانو یې د ګډون مخه نیولې او اجازه نه ورکوي

دغه نندارتون چې تېره ورځ پرانېستل شو، پکې سلګونه ښځینه سوداګرو برخه اخیستې ده.

دغه نندارتون چې د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه او متشبثو مېرمنو په ګډون د افغانستان د نړۍوال نندارتون په مرکز کې پرانېستل شو، ټاکل شوې وه چې یو شمېر نارینه متشبثین هم په کې برخه واخلي؛ خو د طالبانو له‌خوا یې مخه نیول شوې ده.

دغه نندارتون ته رسنیز پوښښ نه ورکول کېږي

د نندارتون یوې ګډون کوونکې مېرمنې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو سره له دې چې په دغه نندارتون کې د نارینه‌وو د ګډون مخه ونیوله، رسنیو ته یې هم د دغه نندارتون د خبري پوښښ اجازه ورنه کړه.

د نوموړې په خبره، د ګډون کوونکو مېرمنو محرم ته هم کارټونه ورکړل شوي و چې په نندارنون کې برخه واخلي؛ خو ان دغه مرکز ته د دوی محرم ته هم د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

نور ولولئ: هرات کې د ښځو لاسي صنایعو پنځه ورځنی نندارتون

نور ولولئ: د امام ابوحنیفه نندارتون کې ۵۰۰ قراردادونه لاسلیک شوي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دغه نندارتون په اړه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دا نندارتون د دغه وزارت په همکارۍ د اوو ورځو له پاره پرانیستل شوی او د هېواد د ښځو د لاسي صنایعو او تولیداتو څه باندې ۸۰۰ غرفې په کې نندارې ته اېښودل شوې دي.

طالبانو سره له دې چې له محرم پرته د ښځو پر سفرونو هم بندیزونه لګولي؛ خو دغه نندارتون ته له بېلابېلو ولایتونو څخه ښځې د ګډون لپاره غوښتل شوي دي.

د نندارتون دغه ګډونوالې ښځې وایي، کابل ته تر راتګ مخکې د دوی محرم ته کارټونه ورکړل شوي و چې له دوی سره یو ځای په دې نندارتون کې برخه واخلي؛ خو اوس‌مهال د دوی مخه نیول شوې ده.

ډېرو مېرمنو هم نندارتون کې له ګډون ډډه کړې

یوې بلې متشبثې مېرمنې هم له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل، د نندارتون له پرانېستو وروسته کله چې د نندارتون قوانین دوی ته روښانه شول، ډېر شمېر مېرمنو پرېکړه وکړه چې د نندارتون په پاتې نورو ورځو کې به برخه نه اخلي.

د نوموړې په وینا، د طالبانو بندیزونو ته په کتو سره ډېری مېرمنې اوس‌مهال د خپل کور له نارینه‌وو سره د توکو د پېرلو لپاره وځي او د دغه نندارتون قوانینو ته په کتو سره به خلک زړه ښه نه کړي، چې د دوی د توکو لیدو او پېرلو ته ورشي.

موږ د دغو متشبثو مېرمنو د ادعاوو لپاره له تېرې شپې راهیسې هڅه وکړه، چې د ښځو د سوداګرۍ خونې له چارواکو سره اړیکه ونیسو خو دوی خبرو ته حاضر نه شول.

طالبان هڅه کوي، چې په هره برخه کې د ښځو د فعالیتونو مخه ونیسي او د طالبانو د وروستۍ پرېکړې له مخې په هرات ولایت کې د نجونو یو شمېر ښوونیز مرکزونه هم تړل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button