روغتیا

طالبان د بیلګېټس بنسټ ته؛ له سرې میاشت ریاست سره مرسته وکړئ

د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور د بیلګیټس له بنسټ څخه د مرستو غوښتنه کړي ده

د طالبانو د سرې میاشتې ریاست رئیس شهاب الدین دولار د بیلګېټس بنسټ ته ویلي چې د سرې میاشتې ریاست سره مرسته وکړي تر څو دوی بیا د بې وزله افغانانو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، چې د دغې ډلې د سرې میاشتې مشر د اسیا لپاره د بیلګیټس له بنسټ څخه د مرستو غوښتنه کړې. شهاب الدین دلاور د اسیا لپاره د بیلګیټس بنسټ د پولیو څانګې له مشرې اناماریا سره په کابل کې کتلي.

له بېلګېټس بنسټ د هکارۍ غوښتنه

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۲۷مه) په کابل کې د اسیا لپاره د بیلګیټس بنسټ د پولیو څانګې له مشرې اناماریا سره کتلي او له هغې یې د مرستو غوښتنه کړې.

د مایکروسافټ کمپنۍ مخکنی مشر بیلګټس یو امریکايي شتمن دی چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو په کتار کې راځي.

نور ولولئ: سیګار: امریکا د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان سره ۸۸۵ میلیونه ډالره مرستې کړې

نور ولولئ: مولوي نور جلال جلالي: افغانستان کې د روغتیايي ستونزو د حل لپاره نړیوالې مرستې ضرور دي

باختر اژانس دا نه دي ویلي، چې دغه طالب چارواکي له دغه امریکايي بنسټ څخه په کومه برخه کې د مرستو غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په سوېلي ولایتونو کې د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز لګولی و چې تر بهرنیو فشارونو یې وروسته د بڼې بدلیدو په پلمه (د کور په کور په ځای جومات په جومات) دغو واکسینو ته په محدود ډول اجازه ورکړه.

د ښځو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیز

طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار بندیز لګولی او وايي چې دغه کار یې د شریعت د ښه پلي کولو په موخه کړی خو دوی بیا له بهرنیو ښځو سره لیدنې کتنې کوي.

که څه هم دغې بهرنۍ مرسته کوونکې خپله څه نه دي ویلي، خو طالبانو د اسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ د مسوولې اناماریا له قوله ویلي، چې هغې د افغاني سرې میاشتې خدمتونه ستایلي او ژمنه یې کړې چې له اړمنو او ناروغانو سره به د افغاني سرې میاشتې له لارې مرستې کوي

بل خوا طالبان داسې مهال ددغه مرستې غوښتنه کوي چې له دې وړاندې څو ځلې د سیګار ادارې په خپل راپور کې ویلي وو چې طالبان د موسساتو او بهرنیو مرسته کوونکو ادارو په چارو کې لاسوهنه کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button