Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز

طالبان د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو او همکارانو معلومات څه کوي؟

د طالبانو امر بالمعروف کسانو په کابل کې د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو او همکاراتو لیست غواړي

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت او دغه خپلې سرې ادارې د ښځو پر وړاندې خپل سري محدودیتونه ددې لامل شوي چې د ټولنه دغه مهمه برخه له هر ډول پرمختګ راوګرځوي. دوی ښځې له کار او زده کړو منع کړي، خو دا ځل یې هڅه داده چې په روغتیايي سکتور کې هم ورباندې محدودیتونه وضع کړي.

که چېرې دوی په روغتونونو کې پر ښځینه ډاکټرانو، نرسانو، قابلو او نورو کارکوونکو محدودیتونه ولګوي، نو دغه سکتور به هم د نورو پره څېر فلج او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخامخ شي.

خصوصي روغتونونو ته امر کول

د کابل د یو شمېر خصوصي روغتونونو مسوولینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت محتسبینو ترې د ښځینه کارکوونکو نوملړ او د هغوی په اړه معلومات غوښتي دي.

نور ولولئ: ډوډۍ، کار او عدالت؛ ددې شعار ورکوونکو ښځو لاریون طالبانو په درنو ډزو تیت او پرک کړ

نور ولولئ: د طالبانو په زندانونو کې د شکنجې په اړه سروې

نور ولولئ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې؛ افغانستان په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو لپاره بد هېواد دی

یادې سرچینې وايي؛ له تېرې اونۍ راهیسې د کابل بېلابېلو روغتونونو ته د امر بالمعروف غړي ورغلي دي.

د کابل په خېرخانه کې د یوه خصوصي روغتون مشر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د تېرې اونۍ د سې شنبې په ورځ د امر بالمعروف یو شمېر محتسبین د دوی روغتون ته ورغلي او له هغوی څخه یې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو په اړه معلومات غوښتي دي.

دسترسی زنان به خدمات صحی

نوموړی وايي: “که څه هم موږ ورسره وغږېدو چې دا د اصولو خلاف کار دی او موږ نه شو کولی، چې تاسو ته د خپلو همکارانو په اړه معلومات درکړو؛ خو خبرو نتیجه نه ده ورکړې او موږ ته یې ویلي، چې په لسو ورځو کې باید ټول معلومات چمتو کړي”.

د خصوصي روغتون یاد مشر وویل، چې امر بالمعروف ترې د هرې ښځینه کارکوونکې نوم، پلار نوم، دنده، د کور ادرس، ټیلفون شمېره، د ټولنیزو رسنیو د اکاونټونو نومونه او یو کوچنی تصویر غوښتي دي.

د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو ویره

زیاتو ښځینه ډاکټرانو ویره ښودلي. دوی وايي چې که دوی په روغتونونو، تر کورونو او د دوی د اړیکو شمېرې، او ټولنیزو رسنیو ادرسونه تعقیبېږي، نو دوی ته به سخته وي چې په ارام فکر او ارام چاپیریال کې د طب په برخه کې د ناروغانو خدمت او درملنه وکړي.

دا نوي ستونزه په داسې حال کې راپیدا کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د مور او ماشوم په مړینه کې زیاتوالی راغلی دی. خو که طالبانو ښځینه کارکوونکې محدودې کړي نو کېدای شي د مور او ماشوم مړینه په نوي بحران بدله شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button