کورني خبرونه

طالبان د نوي اساسي قانون د جوړېدو ادعا کوي

طالبان وايي چې دوی پر نوي اساسي قانون پر مسوده کار روان کړی دی

طالبان له دوو کلونو واکمنۍ راهیسې اساسي قانون نه لرې او د حکومت ولۍ چارې یې هم تر کوم قانون لاندې نه دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چې ځان “د افغانستان اسلامي امارت” بولي، یو ځل بیا ویلي چې د نوي اساسي قانون پر تدوین کار روان دی.

نور ولولئ: طالبان به د اساسي قانون ستونزه هواره کړي؟

د طالبانو حکومت قاضي القضات عبدالحکیم حقاني ته د اېکس خواله رسنۍ منسوب حساب یوه پیغام کې لیکلي چې “د هېواد د ستري محکمې د رئیس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په مشرۍ د اسلامي امارت پر اساسي قانون کار روان دی.”

هممهاله د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یوې خبري ناستې ته ویلي چې د نوي اساسي قانون له تدوین وروسته به طالبان خپله دایمي کابینه معرفي کړي.

د دوی کابینه هم سرپرسته بلل کېږي

د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو حکومت اوسنۍ کابینه سرپرسته ده او وزیران یې هم سرپرست بلل کېږي.‌

خو ښاغلي مجاهد ټینګار کړی چې د دوی د حکومت وزیران “بشپړ” صلاحیتونه لري.

نور ولولئ: پخوانی چارواکی عمر زاخیلوال وایي اساسي قانون او ولسي ملاتړ د حکومت مهمې اړتیاوې دي

د طالبانو حکومت وايي، د دوی رهبر ملا هبت الله اخوندزاده د سترې محکمې په مشرۍ یوه پلاوي ته مسوولیت سپارلی چې پر اساسي قانون او نورو فرعي قوانینو کار وکړي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم په دې وروستیو کې ویلي وو، پر اساسي قانون او نورو فرعي قوانینو کار روان دی او دا چې په نژدې وختونو کې به د اساسي قانون د نشتوالي ستونزه حل شي.

پر فرعي قوانینو هم کار روان دی

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نوي اساسي قانون د تدوین په تړاو طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي “پر قوانینو مو تر اوسه کار روان دی. تر اوسه په شوراګانو بحث روان دی. چې کله بشپړ شي” طالبان کولی شي خپله رسمي کابینه معرفي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د تېر جمهوریت او نورو دورو اساسي قوانین هم موجود دي، خو تر دغه اساسي قوانین تر اوسه طالبان عملا نه دي منلي او نه یې تر اوسه د تطبیق څرک لکېږي. که طالبان اساسي قانون ولري، نو بیا یې په حکومت کې مسئلویتونه او واکونه معلومېږي او خلکو ته هم خپل حقوق او نه حقوق معلومېږي چې څه وکړي او پر کومه لار لاړ شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button