اقتصاد او سوداګري

طالبان: د هرات – خواف د ۴مې قطعې کارونه به په ۶ میاشتو کې بشپړ شي

د هرات مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهمې برخې جوړولو قرارداد د لاسلیک خبر ورکړی دی.

د یادې لار قرارداد د روان لمریزکال په پیل کې د ۵۳ ملیونه ډالرو په ارزښت د ګاما ګروپ له شرکت سره لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې قراردادي شرکت ویلي چې، د خواف ـ هرات د څلورمې قطعې کارونه به په ۶ میاشتو کې بشپړې شي.

د معلوماتو له مخې د خواف ـ هرات رېل پټلۍ چې افغانستان او ايران سره نښلوي،د جوړېدو چارې يې په څلورو برخو وېشل شوې دي.

درې برخې کار يې بشپړ او د يوې برخې د جوړېدو چارې يې تر کار لاندې دي.

د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ یوه مهمه اقتصادي پروژه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د پام وړ اهمیت لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button