اقتصاد او سوداګري

طالبان د هرات-غور لویه لار جوړېږي

طالبان په پام کې لري چې لودیځه حوزه له بامیان او میدان وردګ سره ونښلوي

د هرات – غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي.

د طالبانو له لوري د هرات – غور لویې لارې جوړولو چارې پیل شوې.

د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال ددې لویې لارې جوړولو مراسمو ته د خبرو پرمهال ویلي، حکومت د هېواد لویو لارو جوړولو ترڅنګ د ولایتونو ترمنځ د لارو جوړول هم پیلوي.

د لویو لارو جوړول

هغه وايي، د څو لویې لارو جوړولو چارې یې پیل کړي او په پام کې ده چې د ولایتونو او ولسوالیو ترمنځ لارې هم په بنسټیز ډول او معیاري ډول جوړې شي.

نور ولولئ: طالبان: د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک رغوو

نور ولولئ: د میوو او سبزیو سوداګر شکایت کوي چې پر سالنګ یې موټر درول کیږي

د رییس الوزرأ اقتصادي مرستیال، ملاعبدالغني برادر و ویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د هېواد پر لویو لارو په عملي بڼه کار پیل شوی دی. د مثال په توګه د کابل-کندهار لار، د واخان دهلیز او په کابل ښار کې د سړکونو جوړولو ترڅنګ په نورو لویو ښارونو کې د سړکونو جوړول.»

د هرات – غور لویه لار د هېواد یوه مهمه لویه لار ده چې لویدیځه حوزه د بامیان او میدان وردګ له لوري پلازمینې سره نښلوي.

ددې لویې لارې جوړولو چارې د هېواد مرکزي برخو له پیچلو غرنیو سیمو په تېرېدو به وخت واخلي.

د هرات والي، نوراحمد اسلام جار څرګنده کړه: «دغه سړک ډير پیچلی دی، ډیر کار ته اړتیا لري. نړۍوال سړک دی او پرمختللې ټکنالوژۍ او ډېره پانګونه غواړي.»

نوی جوړېدونکی سړک کومې سیمې سره نښلوي؟

دا لویه لار د پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو له لارې هرات له غور ولایت سره نښلوي.

د هرات – چشت شریف ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالوهاب و ویل: «خپلې یوې جنازې ته هم و نه رسېدو. که سفالټ له هغه لوري نه پیلیږي نو پر سړک دې یو ګلېډر جوړ او و ایستل شي.»

یو دیني عالم، صبغت الله مولوي زاده هم وايي: «که سړک جوړ شي، د دویمې لارې درې ساعته مزل به په یوولسو ساعتونو کې نه وهل کیږي. د ناروغانو ژوند به هم پر وخت ژغورل کیږي.»

د هرات غور لویه لار ۴۸۰ کیلومتره طول او ۱۲ دولس متره عرض لري چې د پنځو کلونو په اوږدو کې به جوړ شي.

ددې پروژې بودجه ۴۵۰ میلیون ډالر دي چې د طالبانو د حکومت له لوري برابرېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button