کورني خبرونه

طالبان د پاسپورټونو او تذکرو د ورکړې پیل

 افغانستان افغانستان

د پاسپورټ رياست چاروسمبالونکی عالم ګل حقاني په يوه خبري کنفرانس کې ویلی وو چې د پاسټورټونو د ورکړی پیل کیږی  او وايي اوس مهال ۲۵ زره پاسپورتونه دورکولو لپاره برابر دي

تر دې مخه طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په يوې وینا پاڼې نشر کړی وو  چې د کورنيو چارو وزارت ته د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د لړۍ پيل کولو وظیفه  سپارل شوې ده همدا ډول د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت رياست له ښځينه کارکونکو غوښتنه کړی چې خپلو دندو ته راشی . د دغه وزارت وياند سعيد خوستي ویلی  چې اوس مهال پاسپورتونه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نامه ورکول کېږي

افغانستان,اسلامی جمهوریت,پاسپورټ,طالبان,امارت اسلامی

د پاسپورټ او پېژندپاڼو د ورکړې  داسې مهال پېل کیږی چې ګاونډيو هېوادونو  د افغانانو باندی خپلې پولې بندی کړی ، او کابل هوايي ډګر ته الوتنې هم  محدودې دي. له دې مخکې طالبانو ویلي وو ټول هغه افغانۍ تذکزې او پاسپورټونه چې د پخواني حکومت لخوا ورکول شوي دي، د اعتبار وړ دي او د افغان دولت د رسمي اسنادو په حیث ځینی کار اخیستلی شي

د طالبانو ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد لیکلي وو چی داسې احتمال شته چې په راتلونکې کې به پر تذکرو او پاسپورټونو د افغانستان اسلامي امارت لیکلي وي. پخپله د ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي وویل په راتلونکي کې به تذکرې او پاسپورټونه د نوي طرز العمل او چوکاټ له مخې جوړېږي او په دې باره  کار روان دی

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

د غورځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت اخرنی ورځو کې دې ادارو ته د خلکو ګڼه ګوڼه زیات شوي وو، ځکه ریاتو خلکو کوششکول چې له هېواده د وتلو لپاره پاسپورټ ترلاسه کړي. دا ستونزه یوازې په افغانستان کې دننه نه ده، بلکې له هېواده بهر د افغانستان نورو سفارتونو کې هم تر اوسه د پاسپورټونو او تذکرو د ورکړی بندی دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button