نړیوال خبرونه

طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته لاړل

طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ خبر ورکړی دی چې د طالبانو مرستيال مشر ملا غني برادر په مشری د دویي هیت پاکستان ته په سفر روان شوی دی.

د دغه ډلې وياند په‌ دې هکله زيات څه نه دي ويلي خو دومره معلومات تاييد شوي دي چې برادر به د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.د طالبانو مرستيال مشر په داسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې بين الافغاني خبرو ته ددريو اونيو لپاره وقفه ورکړل شوې ده.په خپل منځي خبرو کې وقفه ددې لپاره وه چې دواړه ډلې د مذاکراتو لپاره خپل اجنډا ګانې د خپلو مشرانو سره شريکې کړي.

بلخوا بیا افغان هيئت د خپلې اجنډا په هکله د سلا مشورو لپاره کابل ته راغی او تمه ده دلته د ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره په هغه موضوعاتو سلا مشورې وکړي چې د طالبانو سره به ورباندې جدي بحثونه او خبرې پيل کېږي.د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر بيا په داسې حال کې چې افغان هيئت کابل ته راغی.

طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل
طالبان د پاکستان په رسمي بلنه اسلاماباد ته لاړل

د طالبانو لخوا هم ويلي و چې دوی به هم پدې وقفه کې په هغه څه سلا مشورې وکړي چې وروسته به ورباندې د افغان حکومت د هيئت د غړو سره بحثونه وشي د طالبانو مرستيال مشر د وقفې سره سم ځان نن پاکستان ته ورساوه او تمه ده هلته د پاکستان د دصدراعظم عمران خان او نورو پاکستاني چارواکو سره وګوري.راپورونه وايي دویی به هلته د چارواکو سره په سوداګری . بارډر مدیریت او د مهاجرینو ستونزو باندې خبرې وکړي

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button