ستاسې اند او نظر

طالبان د ښوونځیو پر ځای د مدرسو پر لوستلو ټینګار کوي

ملا خیرالله خیرخواه وايي، خپل ماشومان مدرسو ته واستوئ، چې زموږ د تاریخ پاڼې د تل لپاره زرینې پاتې شي

د طالبانو اکثره لوړ پوړي چارواکي په دې فکر دي چې یوازې مدرسې کولی شي چې د ملت تاریخ پر زرینو کرښو ولیکي او وساتي، خو د شنونکو په نظر په ننني تکنالوژیکي دور کې یوازې ښوونځي او پوهنتونونه دي چې د یوه هېواد بقا تضمینولی شي.

نور ولولئ: امریکايي چارواکي د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ په سویلي افریقا کې له نژادي تبعیض سره ورته بولي

د طالبانو یو لوړپوړی مشر

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر په پکتیا کې د یوې مدرسې د بنسټ ‌‌‌‌‌‌ډبرې د اېښودنې په مراسمو کې خلکو ته ویلي، خپل ماشومان مدرسو ته واستوئ چې زموږ د تاربخ پاڼې تل زرینې پاتې شي.

د باختر اژانس په وینا، په ګردیز ښار کې دغو مراسمو کې د طالبانو د کابینې ځینو غړو هم ګډون کړی و.

باختر اژانس د ملاخېرالله له خولې لیکلي: « ستړي نه یو، د ګوانټانامو په زندان کې مو هم هیله درلوده، چې د خدای په لاره کې به لا زحمتونه ګالو او د هغو کسانو نومونه چې د خدای په لاره کې یې خدمت کړی په تاریخ کې به په زرینو کرښو ولیکل شي او هیڅ کله به د مسلمانانو هېر نه شي.»

عصري علوم د دوی په نظر هېڅ دي

هغه د یتیمانو د سالمې او بنسټيزې زده‌کړې په اړه په ټینګار سره ویلي، چې خلک باید له دغه فرصته ګټه واخلي.

دا ښايي لومړنی طالب چارواکی نه وي، چې خلک د عصري علومو د زده‌کړو پر ځای مدرسه‌یي زده‌کړو ته هڅوي، تر ده وړاندې نورو لوړ پوړو طالبانو هم په رسمي غونډو کې د عصري علومو زده‌کړې مباح ګڼلې دي؛ خو داسې طالبان هم شته، چې د زامنو تر څنګ یې لوڼې هم د عصري علومو د حاصلولو لپاره په نورو هېوادونو کې په زده‌کړو بوختې دي، یا خو د هغوی شمېر کم دی او خبره یې پر نورو طالبانو اغېز نه لري او یا دا چې هغوی د ځان لپاره هر څه روا بولي او د نورو لپاره یې نا روا.

نور ولولئ: رینا امیري د نجونو زده کړې اهمیت لرونکي بولي

دا په داسې حال کې ده چې خلک لا ددې تمه لري چې طالبان به د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، خو د طالب مشران اوسنی ذهنیت ددې نه دی چې یاد ښوونځي دې پرانیزي، ځکه د شنونکو په وینا دوی له ښوونځیو سره یو ډول عقده پالي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button