سیمه‌ییز

طالبان: “د ښځینه بندیانو لپاره په زنداننو کې د غالۍ اوبدلو مرکزونه جوړوو”

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کابل په ګډون د افغانستان په زندانونو کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو مرکزونو د جوړولو اعلان وکړ.

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر او د اسلامي همکاریو سازمان د استازي ترمنځ په یوه غونډه کې، هوکړه وشوه چې ډېر ژر به په کابل کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو یو مرکز او په زندانونو کې ورته یو مرکز جوړ شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی، چې د وزارت د مشر عبدالمنان عمري او د اسلامي همکاریو سازمان د استازي دفتر د مشر محمد سعید العیاش ترمنځ په یوه غونډه کې د ښځو لپاره د غالۍ اوبدلو مرکزونو د جوړولو لپاره هوکړه وشوه. د دې تړون له مخې، په کابل کې به د ښځو لپاره یو مرکز او همدارنګه په زندانونو کې یو بل مرکز جوړ شي، ترڅو ښځینه بندیانې هم د غالۍ اوبدلو مهارتونه زده‌کړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

د دې اقدام موخه د کار فرصتونه رامینځته کول او د ښځو اقتصادي حالت ښه کول دي. د اسلامي همکاریو سازمان هم د داسې پروژو ملاتړ اعلان کړی او د ورته همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د غالیو اوبدلو صنعت په افغانستان کې یو له مهمو او دودیزو صنعتونو څخه ګڼل کیږي، چې د هېواد په اقتصاد کې د پام وړ ونډه لري. په تېرو وختونو کې، د هېواد په بیلابیلو سیمو کې ښځو په دې صنعت کې مهم رول لوبولی دی، خو د وروستیو بدلونونو سره، ډېری یې د کار فرصتونه له لاسه ورکړي دي. اوس، د دې صنعت د بیا راژوندي کولو، په ځانګړې توګه په زندانونو کې او ښځو ته د کار زمینه برابرولو لپاره هڅې روانې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button