طالبان له اروپايي ټولنې غواړي چې د فشار او بندیزونو پرځای تفاهم ورسره وکړي
اورپايي ټولنې پر ځينو طالب چارواکو بندیزونه ولګول او طالب ویاند یې پر وړاندې غبرګون ښودلی
د اروپايي ټولنې له خوا د طالبانو په څو چارواکو د بندیزونو د لګولو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند د فشارونو د پلي کولو او بندیزونو د لګولو پر ځای د دغې ټولنې څخه د تعامل او خبرو غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې تېره ورځ د افغانستان په ګډون د شپږو هېوادونو پر ۱۸ اشخاصو او پنځو بنسټونو د بشري حقونو د جدي سرغړونو له امله بندیزونه ولګول.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اروپايي ټولنې ددغه اقدام په غبرګون کې د جمعې په ورځ جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د بندیزونو لیست ته د طالبانو د ځینو مشرانو د نومونو زیاتول هیچا ته ګټه نه رسوي.
نور ولولئ: پر سرپرست حکومت د بندیزونو په لرې کولو د اسلامي امارت ټینګار
ښاغلي مجاهد لیکلي: “د دې پرځای چې د فشار او تحریم له غوراوي څخه استفاده کیږي، باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخیستل شي، د افغانانو په وړاندې ناکامه تجربې تکرارول او تحمیلي سیاست نتیجه نه ده ورکړی”.
په لګول شوو بندیزونو کې شامل کسان
تېره ورځ اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له امله د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لست کې شامل کړل.
د نویو بندیزونو له مخې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د دغو کسانو شتمنۍ بندېږي، د دغو هیوادونو اتباع او شرکتونه له بندیزونو لاندې کسانو سره له اړیکو منع کېږي او د اروپايي ټولنې له لارې د ترانزیت او د ویزو د صادرولو په ګډون پر هغوی د سفر بندیز لګول کېږي.
پر طالب اشخاصو بندیزونه مؤثر دي؟
ډېری کارپوهان په دې نظر دي چې پر طالب چارواکو بندیزونه د دوی په تګلاره کې کوم تغیر نه راولي، بلې پر دوی باید هغه امکانات او پیسې بندي کړل شي چې هره ورځ د نړیوالو له لوري ورسره همکاري کېږي. کله چې دا کار وشي نو بیا پر طالب باندې فشار راتللی شي او بیا پر دې نه توانېږي چې بشري حقوق نقض او یا له نړیوالو بله سرغړونه وکړي.
دمخه تر دې هم اروپايي ټولنې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو پر سرپرست وزیر ندا محمد ندیم او د امر به معروف و نهی پر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي بندیزونه لګولي وو.