طالبان له تاریخي ځایونو په ساتلو کې بې غوري کوي
![afghan 2025 01 10t181820.494](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2025/01/Afghan-2025-01-10T181820.494-780x470.jpg)
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو په کې لاس په لاس کېږي چې د پغمان تاریخي قصر په کې سوزي، خو طالبان ددغه اور د کنټرول لپاره کومه هڅه نه کوي.
په پغمان کې دغه تاریخي قصرونه څه باندې ۱۰۰ کاله وړاندې د وخت پاچا شاه غازي امان الله لخوا د بهرنیو مېلمنو لپاره جوړ شوي وو.
په جمهوریت کې د اشرف غني د ولسمشرۍ پرمهال ددغه تاریخي سیمو د بیارغونې چارې پیل شوې.
خو د جمهوریت په سقوط او د طالبانو په راتګ تاریخي ابدات له زیانونو سره مخامخ دي.
پغمان د کابل یو له تفریحي او تاریخي سیمو څخه دی چې د پایتخت څخه ۲۵ کیلومتره واټن لري. د پغمان په مرکز کې یوه مشهوره تپه ده چې د “تپه پغمان” په نوم یادیږي او دا د افغانستان یوه له غوره تفریحي سیمو څخه ګڼل کیږي. وروسته له هغې چې د نوروز نړیواله ورځ اعلان شوه او افغانستان په ۱۳۹۳ لمریز کال کې د نوروز جشن کوربه و، حکومت پرېکړه وکړه چې دا نړیوال جشن په پغمان سیمه کې ولمانځي او همدې موخې لپاره دا قصر چې د دودیز او عصري معمارۍ ترکیب دی، په پغمان کې جوړ شو.
دا قصر درې پوړه لري او د مرمرو او د کونړ د څلور تراشه لرګیو څخه جوړ شوی دی او دننه یې د هېواد د لاسباف غاليو سره ښکلې شوې ده.
پراخ میدانونه د کرکټ او فوټبال لپاره، یوه صافه سیمه د ګالف د لوبې لپاره، کښتۍ او آسونه دي. د ډېر لګښتونو سره سره، په وروستیو ساعتونو کې د نوروز جشن لپاره د دې ځای د کارولو برنامه د امنیتي دلایلو له مخې بدله شوه او د جشن ځای د کابل په جمهوري ریاست کې وټاکل شو.