سفر خبرونه

طالبان: له کډوالو باید سیاسي ګټه وانه خیستل شي

نن طالبانو د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې ګاونډي هېوادونه باید له کډوالو سیاسي ګټه وانخلي

طالب چارواکو د کډوالۍ نړیوالې ورځې په نماځغونډه کې وویل افغانستان ته د کډوالو راستنېدل یې په ښه ډول مدریت کړي خو له افغان کډوال سره د ګاونډیو هیوادونو چلند غیري انساني بولي.

دوی وايي ګاونډیو هیوادونو د ټولو اصولو خلاف افغان کډوال له خپلو هيوادونو را واېستل.

دغو چارواکو داسې مهال د کډوالو نړیواله ورځ ونمانځله چې دمګړۍ له اوه میلیونو ډیر افغانان د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې ژوند کوي.

د افغان کډوالو راشړل د منلو وړ نه دي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۲۷مه) د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وويل د پاکستان او ایران له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو اېستل د نه منلو وړ دي : «د ګاونډیانو له لوري زموږ د افغانانو په حق کې ظلم کیږي، موږ وتوانیدلو چې د کډوالو راتګ په ښه توګه مدیریت کړو او هغوی ته مو اړینې اړتیاوې برابرې کړې.»

نور ولولئ: د بشر حقوقو مدافعین پاکستان افغان کډوالو ته انصاف غوښته

نور ولولئ: د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوسنی کفتان امریکا کې افغان کډوالو ته مرستې ټولوي

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، تر بل هر وخت په افغانستان کې د ښځو حقونه تامین دي.او له افغان کډوالو څخه یې وغوښتل چې هیواد امن شوی، دوی دې خپل کور ته راستانه شي.

ملا برادر د خپلې وینا پر مهال د اسراییل او فلسطین جګړې ته په اشارې سره وویل: «د غزې نیم وګړي بې ځایه شوي او د کډوالو اساسي حقونه تر پښو لاندې کیږي، نړیواله ټولنه دې په غزه کې د بې ګناه وګړو د وژنو او بمباریو مخنیوی وکړي.»

د کډوالو دا ډول ایستل د ټولو بشري قوانینو خلاف دي

همدارنګه د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلان خروټي د پاکستان او ایران له لوري په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو په اړه نیوکې وکړې او ویې ویل، «په تېرو دوو میاشتو کې پاکستان ټول اسلامي، بشري او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف پر کډوالو د ژوند کولو کړۍ تنګه کړې ده په زور یې له خپل هیواده وباسي او شتمنۍ یې غصب کوي، ځینې ماشومان له کورنۍ پرته په زور له پاکستانه راباسي، زرګونه افغانان په زندانونو کې پراته دي.»

نوموړی له ایران او ترکیې هیوادونو څخه غوښتنه کوي چې د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه دې ونیسي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له پاکستان او ایران څخه د راستانه شویو کډوالو لپاره په هیواد کې د ځینو امتیازونو د ورکړې خبر ورکړ.

نوموړی وايي، تازه راستانه شوي هیوادوالو له مالیې ورکولو خلاص دي، د ژوند او کار کولو په برخو کې به د ځانګړو امتیازونو څخه برخمن وي، «هغه کډوال چې په افغانستان کې سرپناه نه لري هغوی ته به د کور لپاره ځمکې، د سوداګرو لپاره چې په هیواد کې پانګونه کوي د هغوی ټوله سوداګري او کاروبار به له مالیې ورکولو څخه معاف وي.»

د یادونې وړ ده چې پاکستان او ایران کې لا هم افغان کډوال نیول کېږي او په جبري ډول افغانستان ته شړل کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button