ټکنالوجي

طالبان: مبایل واردوونکي باید جواز واخلي او ځانونه قانوني کړي

اړوند خبرونه:

داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د موبایل واردونکي اړ دي چې د مخابراتي خدماتو تنظیم کونکي ادارې څخه د دې تلیفونونو واردولو لپاره جواز ترلاسه کړي او خپل فعالیتونه قانوني کړي.

د مخابراتو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، وزارت د ټیټ کیفیت او جعلي تلیفونونو د واردولو او د هغوی د غلا د مخنیوي لپاره یو سیسټم پیل کړی دی، چې پر بنسټ یې د ګرځنده تلیفونونو ټول IMEI نمبرونه بازار ته د خپریدو تر مخه ثبت کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې همداراز ویل شوي، “د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پریکړې پر بنسټ، له دې وروسته، د ګرځنده تلیفون واردونکي شرکتونه اړ دي چې هیواد ته د ګرځنده تلیفونونو واردولو دمخه د مخابراتي خدماتو تنظیم کونکي ادارې څخه د وارداتو جواز ترلاسه کړي، او د ځانګړو IMEI شمیرو ثبتولو او داخلولو وروسته، ګرځنده تلیفونونه په بازار کې د پلور لپاره وړاندې کړي.”

وزارت ویلي چې هیواد ته د ټیټ کیفیت او جعلي ګرځنده تلیفونونو د ننوتلو مخنیوي او د اتباعو د ګرځنده تلیفونونو د ورکیدو مخنیوي لپاره یې د  IMI سیسټم رامینځته کړی او پلی کړی چې په کې د ټولو ګرځنده تلیفونونو ځانګړي شمیرې ثبت کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ټینګار کړی چې سوداګر باید د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې له جواز پرته د ګرځنده تلیفونونو له واردولو ډډه وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button