طالبان مني چې مدرسې یې قوي کړي دي
ملا برادر وايي طالبانو مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې «پاموړ اصلاحات» راوستي
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر د هند او بنګله دېش له یو شمېر دینيعالمانو سره ناسته کې ویلي چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې پاموړ اصلاحات راوستي دي.
برادر د هند او بنګله دیش له یو شمېر دیني عالمانو سره د سه شنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
خلکو ته د طالبانو لخوا د اسلام رسول
د طالبانو په واک کې ارګ وايي، په دې ناسته کې ملابرادر وویل، چې دوی هڅه کړې اسلام په په سمه بڼه خلکو ته ورسوي او په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړې او په ښوونیز نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستي دي.
طالبانو د مدرسو د تقویې ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه بند کړي دي.
نور ولولئ: کابل کې د جاپان سفارت ورسره څه باندې ۱۷.۵ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې
نور ولولئ: د جاپان ۱۰ میلیونه ډالر مرسته د بدخشان، کندهار او هلمند کرونده ګرو ته ورکول کېږي
ملا برادر وايي، چې ددوی حکومت لویې اقتصادي پروژې پيل کړې او له ګاونډیو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې سوداګري پراخه شوې ده. هغه زیاته کړې، چې د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو مرستو پرته اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.
له طالبانو سره د امریکا مرستې
رپوټونه وايي، دې ډلې ته هره اونۍ د ۴۰ میلیونو ډالرو په کچه د امریکا مرستې ور رسیږي او د قطر دفتر لګښتونه یې هم واشنګټن ور کوي.
د طالبانو ارګ وايي، چې ملابرادر په دې ناسته کې وویل، « د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده».
د هند او بنګله دېش هېوادونو دغه دیني عالمان داسې مهال کابل ته سفر کوي، چې د نړۍ ګڼو دیني عالمانو پر طالبانو د نجونو ښوونځیو د تړلو له امله نیوکې کړې او له اسلام نه یې ددې ډلې تفسیر ناسم ګڼلی دی.
طالبانو هڅه کوي چې نړۍ یې رژیم په رسمیت وپېژني، خو دغه ډلې هغه غوښتنې نه دي منلي چې نړیوال یې ورڅخه غواړي.
طالبانو د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیز لګولی دی او ددوی له رژیم افغان ولس او نړیوالې ټولنې بار، بار غوښتي چې افغان نجونو پر مخ د زده کړو دراوزې پرانیزي، خو طالبانو دغه غوښتنه تر اوسه نه دي منلي.