سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

طالبان نور چاته خپل‌سرې سزاګانې نه شي ورکولی

ملا هیبت الله امر کړی چې له محاکمو پرته څوک چاته سزا نه شي ورکولی

د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په تازه حکم کې چې نن سه شنبه خپور شوی، راغلي چې د دوی د حکومت هیڅ یو غړی یا چارواکی حق نه لري یو “مجرم” کس ته سزا ورکړې.

دغه حکم چې د باختر دولتي اژانس له خوا خپور شوی پکې دا یادونه هم شوې چې د سزا ورکولو پر مهال له اړوند کس څخه د انځورنو او یا ویډیو اخیستلو اجازه هم نه شته.

د هبت الله اخوندزاده په حکم کې راغلي چې “د سپېڅلي شریعت له مخې تورنو” ته د سزا ورکولو صلاحیت یوازې “شرعي محکمې” لري.

د خپل‌سرې سزاګانو په اړه د نړیوالو غبرګونونه

دغه حکم داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو نږدې دوه کاله په پوره کېدو دي.

نړیوالو بشر پالو بنسټونو په دې موده کې ګڼې داسې پیښې رپوټ کړې چې د طالب چارواکو یا غړو لخوا په مختلفو سیمو کې د دوی په اند”مجرمین ” صحرایي محاکمه شوي دي.

ریچارډ بېنېټ: د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر

په دې منځ کې تازه دوې اونۍ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان په خپل یوه رپوټ کې طالب ځواکونه په ځينو سیمو په ځانګړي ډول پنجشیر ولایت کې په غیرقانوني اعدامونو، شکنجو، ځورونو او بندي کولو تورن کړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان یاد رپوټ چې د روانې جون میاشتې په ۸ نېټه خپور شو، په سیمه کې له ۲۹ عيني کتونکو او دارنګه د هغو انځورنو او ویډیوګانو پر بنسټ چې ځینې یې خپله د طالبانو غړو لخوا خپرې شوې چمتو کړی وو.

نور ولولئ: ملګري ملتونه د ښځو په کار د نوي بندیز په اړه له طالب مقاماتو سره غږېږي

دارنګه د ملګرو متلونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپورټر هم په خپلو رپوټونو کې دا ډول پېښې یادې کړې دي، خو طالبان خپله بیا دا ډول تورونه نه مني او ځینې پېښې شخصي دښمنیو ته منسوبوي.

حتی څوک حق نه لري چې پر تورن کس د لغتې او سوک وار وکړي

د طالبانو مشر په دې نوي حکم کې ټینګار کړی چې هیڅوک حق نه لري د محکمې له حکم پرته یو کس په “لغتو، لښتو، دورو او یا کېبلونو” ووهي.

د سزا ورکولو هغه لارې چارې چې د رپوټونو له مخې د طالبانو په منځ کې عامې دي.

ددې حکم په یوه برخه کې راځي: ” مجاهدین (د طالبانو غړي) چې کله یو څوک نیسي ، که سیاسي او یا جنايي زنداني وي، نشي کولای د محکمې له حکم پرته هغه ته سزا ورکړي.”

په دغه نوي حکم کې کوت څنډنه شوې چې له حکم څخه سرغړوونکي به خپله مجرمین پېژندل کېږي او اړوند چارواکي به یې نیسي او محکمې به سزا ورکوي.

د طالبانو مشر دا ډول سزاوې د هغه په ټکو د” د اسلامي امارت” لپاره بدناموونکې بللې دي.

دا نوی حکم داسې مهال خپرېږي چې په خواله رسنیو ډېر کله ګڼې داسې ویډیوګانې او انځورونه خپرېږي چې ظاهرا پکې طالب جنګیالي خلکو ته ډول، ډول سزاوې ورکوي.

خو طالبان بیا ډېر کله دا ډول پېښې نه مني او هغه چې کره والی یې ثابت شوی بیا دوی ویلي چې عاملانو ته یې سزا ورکوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button