کورني خبرونه

طالبان وايي، دوی بې حجابه ښځې نه بلکې سوالګرې نیولي

د طالبانو امر بالمعروف وايي، دوی ښځې نه دي نیولې بلکې سوالګرې یې ښار راټولې کړې دي

څور ورځې وړاندې د طالبانو امر بالمعروف وزارت تایید کړه چې دوی یو شمېر ښځې د بې حجابۍ په تور نیولي او کابل کې یې باغ زنانه ته لېږدولي دي. خو وروستي نیونې بیا نه مني او ویلې یې دي چې دوی هغه ښځې نیولي چې په ښار کې سوال کوي.

په رسنیو کې د طالبانو له لوري د ناسم حجاب په پلمه په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو د راپورونو تر خپرېدو او د نړیوالې ټولنې تر غبرګونه وروسته طالبانو ویلي دي چې دا راپورونه حقیقت نه لري بلکې سوالګرې ښځې یې راټولې کړې دي.

د امربالمعروف وزارت او د ښځو نیول

شپږ ورځې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبانو د دوی د خوښې د حجاب نه مراعتونو په تور د کابل په لوېدیځ دشت برچي، پل خشک او د کابل ښار په یو شمېر سوداګریزو مرکزونو کې د نجونو او ښځو نیول او نامعلوم ځای ته بیول پیل کړل.

the taliban
انځور؛ د طالبانو د امر بالمعروف کسان.

د طالبانو له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو د نیولو د راپورونو له خپرېدو دوه ورځې وروسته د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند عبدالغفار فاروق رسنیو ته د یادو ښځو نیول ومنل.

نور ولولئ: د بامیانو والي: بند امیر کې د ښځو لپاره پارک جوړوو

نور ولولئ: طالب ویاند پر طالب چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

نور ولولئ: هوټلونو ته د امربالمعروف نوی امر

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ او د بښنې نړیوال سازمان له لوري د طالبي حجاب نه مراعتولو په تور د نجونو او ښځو نیول کېدو ته سخت غبرګونونه وښودل شول او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره دې نیول شوې نجونې خوشې کړي.

موږ سوالګرې له ښار راټولې کړې دي

خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار یوولسمه حوزه او نورو سیمو کې چې ځینو رسنیو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ښځینه وو د نیولو راپور خپور کړی حقیقت نه لري، «یادې ښځینه هغه سوالګرې دي چې کابل ښار کې د اسلامي امارت له لوري راټولیږي او له بایو میټریک وروسته ورته میاشتنی معاش حواله کیږي یا ورسره د اړتیا وړ توکو مرسته کیږي.»

the taliban2
انځور؛ یوې معترضې مېرمنې ته د یوه طالب جنګیالي د ټوپک به واسطه ګواښ.

شنوونکي وايي د طالبانو له لوري په کابل ښار کې د تېرې ورځې نیول شوې ښځې له بڼې او جامو څرګندیږي چې دوی سوالګرې نه بلکې هغه نجونې دي چې په کابل کې تل د ښځو حقونو ترلاسه کولو په غونډو کې برخه اخلي.

که څه هم طالبان دا وروستۍ نیونې ردولی شي، خو د ښځو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو له تړلو او د اعتراضونو ځپلو په تړاو هېڅ دلیل نه لري چې ملت ته پرې قناعت ورکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button