اقتصاد او سوداګريسفر خبرونه

طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر نامعلومې مودې وتړل شي

د سالنګ لویه لار د بیارغونې په موخه تړل کېږي، خو د تړل کېدو دقیقه موده نه ده ښودل شوي

ټاکل شوې د سالنګ لویه د بیارغونې لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شي. د طالبانو حکومت کې د ټول ګټو چارو وزارت ویلي دا لار به د روانې سنبلې وږې میاشتې له ۱۹مې نېټې د تونل منځ کې د کانکریټ اچولو تر بشپړیدو بنده وي.

سالنګ د افغانستان له نورو سیمو سره د شمالي ولایتونو یوه تر ټولو مهمه او لویه لار ده. له دې لارې هره ورځ زرګونه مسافر او په لویه اندازه سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

دغه لویه لار ۸۰ کیلومتره رغول کېږي

د طالبانو حکومت کې د ټول ګټو چارو وزارت ویلي د سالنګ لارې اتیا کیلومتره بیا رغول کېږي او دې لړ کې ټاکل شوې چې په تونل کې کانکریټ واچول شي.

نور ولولئ: ملابرادر وايي چې له اختر وروسته د سالنګ رغولو کار پیلېږي

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د لارې له بندیدو وړاندې دې خپلې اړتیا وې پوره کړي.

دا نه دي ویل شوي چې دا لاره به د څو ورځو لپاره تړلې وي. له دې امله د یوې نا معلومې مودې لپاره د دې لویې سوداګریزې لارې بندیدل ښايي د ډېرو خلکو او سوداګرو لپاره له سرخوږي خالي نه وي.

د یادې لارې د بیاروغونې د کارونو پیل

درې اونۍ وړاندې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پيل شوې، خو لاره لا بشپړه نه ده تړل شوې. دې موده کې له دواړو خواوو په نوبت خلکو ته د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږ اجازه ورکړل شوې.

نور ولولئ: طالبان: د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک رغوو

له پلازمېنې سره د شمالي ولایتونو د تګ راتګ بله لار د شیبر کوتل دی، چې له ډېرو لوړو ژورو تېریږي. خلک وايي د سخت والي ترڅنګ د شیبر کوتل لار ناامنه هم ده، دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د دغې لارې امنیت دې خوندي کړي.

ددې تر څنګ طالبانو د کابل او کندهار لویې لارې کارونه هم پیل کړي، خو د سړک ډېره برخه چې د رغونې په موخه تخریب شوي، کارونه یې همداسې پاتې دي او داسې نه ښکاري چې دغه لار به زر جوړه شي. ددې لویې لارې مسافر د لارې له خرابوالي شکایت کوي او زیاتوي چې کارونه یې ورو روان دي او فکر نه کېږي چې ژر دې تکمیل شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button