اقتصاد او سوداګري

طالبان وايي، له قزاقستان تر سوېلي اسیا د پټلۍ غځولو ته ژمن یو

طالبان وايي، دې ته متعهد یو چې له قزاقستان تر سوېلي اسیا رېل پټلۍ وغځوو

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د ریاست الوزار د اقتصادي معاونیت دفتر وايي، دا ډله له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د پټلۍ غځولو د نوې پروژې پلي کېدو ته ژمن دي.

د دې پروژې پلي کېدو سره مرکزي او سویلي اسیا د افغانستان له لارې په نوې شبکه سره وصلېږي.

دغه پروژه په کوم هېوادونه وصل کړي؟

د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې ددې پروژې په پیلېدو سره به قزاقستان د ترکمنستان او افغانستان له دې لارې پر منځنۍ اسیا سربېره له چین، روسیې او اروپایي بازارونو سر وصل شي.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چې په دې پروژې سره به د افغانستان د کاني موادو په لېږد کې هم پرمختګ وشي.

نور ولولئ:  د طالبانو، پاکستان او ازبکستان تر منځ د افغان ټرانس هوکړه لاسلیک شوه

نور ولولئ: د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

ملا عبدالغني برادر تېره میاشت د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین او مل پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو په پراختیا او د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان سویلي اسیا ته د پټلۍ د نوې شبکې پر غځولو او د لویو اقتصادي پروژو په پیل خبرې وکړې.

afghan (38)
طالبان وايي، له قزاقستان تر سوېلي اسیا د پټلۍ غځولو ته ژمن یو

په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې وشوې.

د ابتدايي کارونو د ژر پیلېدو غوښتنه

نوموړي له قزاقي لوري وغوښتل، چې د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلي آسیا ته د اوسپنې پټلۍ د نوې شبکې ابتدایي کارونه باید ژر تر ژره پیل شي.

د راپور له مخې، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په لږ وخت کې سوداګریز توکي هدف ته ورسېږي.

راپور کې همداراز زیاته شوې ده، چې د دغې پروژې د کارونو پیلېدو سره زرګونو کسانو د کار زمینې هم برابریږي.

باید یاده شي چې د پرځېدلي جمهوریت ولسمشر محمد اشرف له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د وصل کېدلو لپاره نوي طرحې جوړې کړې چې په دې طرحو کې د رېل پټلۍ شبکه هم موجوده وه. ښاغلي غني هغه وخت ویل، افغانستان به ډېر ژر د کراچۍ او ګوادر بندر چې پاکستان کې موقعیت لري، له مجبوریته خلاص شي او په اقتصاد لحاظ به پیاوړی شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button