سیمه ییز خبرونه

طالبان وايي، مخکینی امنیتي کس او خپلوان یې موږ نه دي وژلي

طالبان وايي چې په پکتیا کې پخوانی امنیتي کس او خپلوان یې موږ نه بلکې په شخصي دښمنۍ کې وژل شوي

په پکتیا کې د طالبانو چارواکو د څمکنیو ولسوالۍ په سلېمانخېلو سیمه کې د جمهوري نظام د یوه امنیتي منسوب او د هغه د کورنۍ د څو غړو په مرګ ژوبله د دوی تورنیدل رد او دا پېښه د شخصي دښمنۍ زیږنده وبلله.

د پکتیا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس قاضي ثواب جان اسلامیار تایید کړه، چې په دغه پېښه کې مخکینی امنیتي منسوب او دوه زامن یې وژل شوي او یو بل زوی یې سخت ټپي دی.

په دې پېښه کې طالبانو لاس لرل افواهات بلل

قاضي ثواب جان اسلامیار ویلي چې یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې او هغه افواهات چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې پيښې په تړاو خپاره شوي هيڅ حقيقت نه لري. خو ددې تر څنګ په ټولنیزو رسنیو کې دا هم ویل کېږي چې د جمهوري ریاست پخوانیو سرتېرو ته دې له منځه وړلو په خاطر بهانې لټول کېږي او په دې کې د طالبانو ژور لاس دی. د ټولنیزو رسنیو چلوونکې وايي چې دا ډول پېښې تر ډېره پټې ساتل کېږي، خو چې کله برملا شي، نو طالبان ورڅخه انکار کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ثبوتونو شتون؟

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي راپورونه څرګندوي، چې دا پېښه د طالبانو له لوري شوې ده او په دې هکله ځینې شواهد هم خپاره شوي دي. شواهد داسې ښيي چې په عادي دښمنۍ کې څوک له داسې تکتیک څخه کار نه شي اخیستلای څو ډېر کسان له منځه یوسي او خپله په کې هېڅ زیان ونه ویني.

نور ولولئ: د طالبانو محکمو د قصاص او سنګسار شاوخوا ۲۰۰ حکمونه صادر کړي

طالبانو تر دې مخکې هم د جمهوري نظام د امنیتي، دفاعي او نورو منسوبینو د مرګ ژوبلې پېښې د شخصي دښمنۍ زیږنده ګڼلي دي خو ځینې داسې شواهد هم د رسنیو لاس ته ورغلي چې په هغه کې ډېری افغان سرتېري د طالبانو په زندانونو کې تر سختو شکنجو لاندې وژل شوي او بیا یې په کورنیو فشار راوړل شوی چې پېښه پټه وساتي.

د دوی منتقدین بیا په دا ډول پېښو کې د طالبانو لاس لرل ردوي او وایي د دوی له واکمنیدو سره یوه ورته پېښه هم څېړل شوې نه ده او طالبانو یې په اړه خلکو او نړۍ ته د خپلو اقداماتو په اړه څه نه دي ویلي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button