تجارت خبرونه

طالبان وايي، نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د اوږد مهاله اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي

طالبان وايي بېړنۍ مرستې پر افغانستان د رادبره شوي بشري ناورین لپاره اغېزمنه چاره نه ده او نړیواله ټولنه باید دغه هېواد کې د اوږد مهالو اقتصادي پروژو لپاره کار وکړي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بشري مرستو له ادارو سره د همغږۍ په ناسته کې دا هم وویل چې د طالبانو حکومت به د مرستو د وېش پر مهال د روڼوالي لپاره له دې بهیر سره مرسته وکړي.

د نړیوالو مرستندویانو او طالب چارواکو غونډې ته وینا کې د طالبانو د ریاست الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، اوږدمهاله پروژې کولی شي، د افغانستان بیوزلۍ او مخ پر ځوړ اقتصادي حالت په کابو کولو کې مرسته وکړي.

نور یی ولوله | د طالبانو دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري

نوموړي وویل: ”تجربو په ډېرو هېوادونو کې ثابته کړې چې بېړنۍ مرستې د لوږې، بې وزلۍ او بشري ناورین د مخنیوي لپاره اغېزناکه لاره نه ده. ” نوموړی وايي، باوري دی، چې د کوچنۍ او متوسطې کچې په کار او روزګار رامنځته کولو سره ”حکومت او نړیواله ټولنه د خلکو له ژوند ښه کولو سره مرسته کولای شي. ”

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو استازو وویل، دا کال له افغانستان سره د بشري ملاتړ کال دی او ملګري ملتونو د بې وزلۍ کابو کولو لپاره هڅې کوي، چې د ناورین مخنیوی وشي. د یادونې ده چې وړمه ورځ ملګرو ملتونو افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button