ځایی

طالبان وايي، واخان کې پاکستاني ځواکونه نشته او بلخوا سراج حقاني د چین له سفیر سره کتلي

طالبانو وویل چې واخان کې پاکستاني ځواکونه نشته او بل سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره خبرې کړې دي

په بدخشان ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په واخان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د شته والي ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي.

‏په دغه ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې په واخان کې تر دې دمه د پاکستاني پوځیانو د شته والي په اړه هېڅ راپور نه دی ترلاسه شوی.

تر دې وړاندې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرېدې، چې ګواکې د افغانستان واخان سیمه پاکستاني پوځ نیولې او یا یې نیسي او پاکستان غواړي چې د واخان سیمه د دغه هېواد برخه وګرځوي.

د طالبانو چمتوالی

خو احسان‌الله کامګار بیا ویلي، چې د دغې ډلې امنیتي ځواکونه په پوله کې د هر ډول بهرني ځواک پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

د واخان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستیو ترینګلتیاوو په اړه د خوست پخواني والي حلیم فدایي پر اېکس پاڼه لیکلي: «په دې کار پاکستان هڅه کوي، چې نیابتي ملیشې جوړې او په خپله امنیتي خپلواکي کنټرول وساتي.»

له بل پلوه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خرم وايي، واخان ته لاسرسی او ترلاسه کول یې د پاکستان پخوانۍ هیله ده؛ خو په دې کې به هیڅکله بریالی نه شي.

نور ولولئ: چین کې د افغانستان سفارت: له چین سره د واخان لارې پر سوداګرۍ وغږېدو

نور ولولئ: د چین او افغانستان ترمنځ د باروړونکي اورګادي تګ راتګ پیلېدل

د چین له سفیر سره د سراج حقاني لیدنه

په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ، د دوشنبې په ورځ د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره وکتل او د واخان دهلیز په شمول یې د دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د واخان دهلیز ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو ښه کولو، او د مسافر وړونکو الوتنو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

دوی همداراز د دوه اړخیزو همکاریو د ژورتیا پر اهمیت ټینګار وکاوه او د ګډو ګټو د پرمختګ لپاره یې د عملي ګامونو د اخیستلو اړتیا څرګنده کړه.

له بلې خوا، په بدخشان ولایت کې طالب چارواکو په واخان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د شتون راپورونه رد کړل.

واخان دهلیز د افغانستان د بدخشان ولایت یوه تنګه سیمه ده چې افغانستان د چین له سنکیانګ سیمې سره نښلوي. دغه دهلیز د تاجکستان د ګورنو-بدخشان د خپلواکې سیمې او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت او ګلګت- بلتستان سیمې ترمنځ پروت دی.

ځینو پاکستاني چارواکو مخکې ویلي و چې پاکستان باید دا سیمه ونیسي چې له منځنۍ اسیا سره په مستقیم ډول وصل شي.

واخان دهلیز د افغانستان په بدخشان ولسوالۍ کې یوه ستراتیژیکه سیمه ده، چې افغانستان او چین د ځمکې له لارې سره نښلوي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button