طالبان: پاکستان د افغانستان پرضد د داعش ډله روزي
طالبان وايي، پاکستان په خپله خاوره د افغانستان پرضد د داعش ډلې مرکزونه جوړ کړي دي
وړاندې هم طالبانو ادعا کړي وه چې ددوی په واکمنۍ کې د داعش ډلې ترسره شوي بریدونه اکثره په پاکستان کې تنظیم شوي دي.
باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت رسمي دریځونه خپروي، په یوه تبصره کې ویلي چې په دې وروستیو کې راپورونه خپاره شوي چې د بلوچستان په مستونګ او نورو سیمو کې، چې د اسلامآباد تر واک لاندې دي، ځینې خطرناکې ډلې فعالې دي چې هڅه کوي په افغانستان، سیمه او نړۍ کې امنیت ګډوډ کړي.
په بلوچستان کې خبري کنفرانس
ډاکتر صبیحې بلوچ، چې د بلوچ بېلتون غوښتونکي تحریک یوه مهمه مشره ده، ویلي چې اسلامآباد په منظم ډول په مستونګ کې د داعش (ISIS) مرکزونه جوړوي، هغوی ته روزنه او سرچینې برابروي.
اژانس زیاتوي: «دا کړنې د سیمې د امنیتي وضعیت د خرابېدو سبب شوي دي. د افغانستان د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، هم ویلي چې په افغانستان کې د دې ډلې له لوري ترسره شوي بریدونه په بلوچستان کې پلان شوي وو.»
نور ولولئ: م.م کې د مسکو استازی: د داعش په ځپلو کې د طالبانو هڅې کافي نه دي
نور ولولئ: المرصاد ورځپاڼه: د طالبانو په عملیاتو کې ۵ داعشیان وژل شوي
د تبصرې په دوام کې راغلي:«د افغان او بلوچ چارواکو دغه راپورونه او څرګندونې په ښکاره توګه ښیي چې د اسلامآباد تر کنټرول لاندې سیمې هغه ډلې ځای پرځای کړي چې د سیمې او نړیوال امنیت لپاره لوی ګواښ دي. دا سازمانونه نه یوازې د پاکستان داخلي امنیت ته خطر جوړوي، بلکې د سیمې ثبات او نړیوالې سولې ته هم جدي ګواښ دي.»
پر پکتیکا د پاکستان بریدونو ته اشاره
په تبصره کې په عین حال کې د پاکستان د هوايي ځواکونو د تېرې سې شنبې د برید په وړاندې ځوابي بریدونو ته په اشارې ویل شوي :« که څه هم افغان ځواکونه د تل په څېر له خپل دین، خاورې او خلکو څخه د دفاع لپاره چمتو دي او لکه څنګه یې چې په خپلو تازه بریدونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلام اباد تر واک لاندې سیمو کې د شراچوونکو کړیو او د هغوی د ملاتړ کوونکو مرکزونه په نښه او له منځه یوړل، دغسې د تل لپاره خپل دښمن حرکت کولو ته نه پرېږدي او له منځه یې وړي.»
باختر اژانس وايي، په پاکستان کې د دې ډلو د ملاتړ رول د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره لومړنۍ اندیښنه پاتې ده. نړیواله ټولنه باید پر پاکستان فشار راوړي څو دې ډلو ته اجازه ورنه کړي چې نړیوال امنیت کمزوری کړي.
همداراز امکان لري چې دا ډلې خپله پاکستان ته هم مستقیم ګواښ پېښ کړي او د راولپنډۍ، لاهور او کراچۍ په څېر ښارونه له خطر سره مخامخ کړي.
طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځلې ویلي و چې د دوی له لوري اکثره نیول شوي داعشیان د پاکستان اتباع او په پاکستان کې روزل شوي دي.