افغانستان

طالبان: پخواني سیاسي مشران دې هېواد ته راستانه شي

د افغانستان د تماس کمیسیون مشر له یوه اوږده ځنډه وروسته یو وار بیا له پخوانیو جهادي او دولتي سیاسي مشرانو څخه وغوښتل چې خپل هیواد ته وروګرځي.

د امنیتي تضمین او بشپړې عفوې په ژمنه سره غوښتي چې هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو د حکومت د تماس کمیسیون مشر «شهاب‌الدین دلاور» په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د ټولو بهر ته تللیو پخوانیو څېرو ژوند، مال او امنیت تضمین دی.

هغه د دغو شخصیتونو عمر ته په اشارې، چې اوس‌مهال په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي، وویل: «که دوی افغانستان غواړي او د عزتمن ژوند په لټه کې وي، نو هېواد ته دې بېرته راستانه شي.»

دلاور دا هم ومنله: «د حق‌الناس له موضوعاتو پرته، له پخوانیو سیاسي مشرانو هېڅ ډول پوښتنه نه‌ کېږي.»

نوموړي زیاته کړه چې دا کسان د طالبانو د مشر «هبت‌الله آخندزاده» په مستقیم فرمان، حتی که پخوا یې ظلم هم کړی وي، بخښل شوي دي.

د تماس کمیسیون تر دې دمه ځینو پخوانیو سیاسي او نظامي چارواکو ته د مصونیت کارتونه ورکړي دي، خو بیا هم ګڼو سیاسي څېرو تر اوسه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د ستنېدو لیوالتیا نه ده ښوولې.

د دغه کمیسیون ویاند «احمدالله وثیق» د تېر کال په لړم میاشت کې ویلي و چې تر اوسه تر زرو ډېر کسان، چې وزیران، واليان او نظامي قوماندانان پکې شامل دي، د تماس کمیسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د تماس کمیسیون په افغانستان کې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په میاشت کې فعالیت پیل کړ او هدف یې د تېرو حکومتونو د سیاسي شخصیتونو بېرته راستنول او د هغوی د امنیت تضمین اعلان شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button