سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

طالبان: په غزه کې د اسراییلو جنګ وحشت او دوی جنګي مجرمین دي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو په مقابل کې د یوې اعلامیې په خپرولو توند غبرګون ښودلی

طالبان وايي، چې پر غزه د اسراییلو برید وحشتناک یرغل دی او دوی یې په جنګي جنایتونو تورن کړي دي. طالبان زیاتوي چې دغه وحشت نور باید ودرول شي او فلسطینیان وژغورل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر غزه د اسراییل برید وغانده او د دغه هېواد چارواکي یې «جنګي مجرمان» وبلل.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې؛ ملګري ملتونه او د بشري حقونو نور سازمانونه باید په غزه کې د اسراییل «د بشریت ضد جرمونو» مخه ونیسي.

په اعلامیه کې غرب او نړیوال سازمانونه تورن شوي

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس کې پر غزه کې د اسراییل د بریدونو په هکله غربي دولتونه او سازمانونه په دوه ګوني چلن تورنوي او زیاتوي: «د غربي دولتونو او سازمانونو دوه‌ګونی چلن به دا باور لا يقيني کړي چې د دوی لپاره د بشر حقونه يوازې د يوې حربې ارزښت لري، چې د خپلو سياسي موخو لپاره يې کاروي».

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې وضعیت څنګه دی؟

طالبانو پر عربي او اسلامي هېوادونو هم بیا غږ کړی، چې د غزې په هکله په اغېزناکو اقداماتو سره «خپل ديني او انساني مسووليتونه ادا کړي».

د طالبانو په خبره؛ اسراییلي پوځ د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې قوانین ماتوي او په وروستیو کې یې پر روغتونونو هم برید پیل کړی دی.

اسراییلو پر روغتونونو او عامه ځایونو هم بریدونه کړي

اسراییلي ځواکونو په غزه کې د بمباریو او بریدونو په ترڅ کې ګڼو ملکي کسانو چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، په شهادت رسولي او وژلي دي چې په دې باندې نړیوالو بنسټونو هم غبرګونونه ښودلي دي.

د طالبانو دا دویمه اعلامیه په داسې مهال ده، چې پرون اسراییلي ځواکونو د غزې شفاء روغتون کې د هدفي عملیاتو خبر ورکړ.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۷۰۰ فلسطینیان وژل شوي

د اسراییل پوځ نن بیا ویلي، چې په دې روغتون کې یې بیا عملیات پیل کړي دي. د اسراییل او حماس د جګړې نېږدې یوه میاشت او لس ورځې کېږي.

که څه هم د دې جګړې د درېدو لپاره نړۍوالې ټولنې او مختلفو هېوادونو بیا – بیا پر اسراییل غږ کړی دی؛ خو تل ابیب دې غوښتنو ته له پام پرته خپل عملیات ورځ تر بلې سختوي.

د یادونې وړ ده چې لا هم اسراییل په غزه کې د پراخو عملیاتو پلان لري او جګړه کېدای شي نوره هم وغځېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button