سفر خبرونه

طالبان: چين د افغانستان سره پروازونه بیرته پیل کوي

د چین او افغانستان تر منځ به ډېر ژر هوايي لارې فعالې شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، ددغه وزارت سرپرست امیر خان متقي تیره ورځ د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره تلیفوني خبرې کړي دي. دغه وزارت نن سه شنبې ۲۸ جون (چنګاښ ۷) په یوې اعلامیې کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر، وانګ يي له قوله ویلي چې “د چین او افغانستان ترمنځ هوايي خطونه به ډېر ژر فعال شي.”

په اعلامیه کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله دا هم ویل شوي چې هېواد به یې افغان سوداګرو ته د وېزو ورکول پيل کړي او د چین پوهنتونونو ته د افغان محصلینو د بیرته ستنېدلو زمینه هم برابره کړي.

په اعلامیه کي راغلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د “افغانستان په اړه د چین د مثبت” سیاست هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دغه اقدامات به د “افغانستان او چین ترمنځ د هوايي او ځمکني تجارت د زیاتوالي لامل شي” او چین ته د افغانستان د وچي مېوې صادرات زیات شي.

نور یی ولوله| دګرځندوی د ادارې( دافغانستان د توریزم ادارې) لنډ تاریخ

نور یی ولوله| د افغانستان په هکله د اوسلو مجمع غونډه په ناروې کې جوړه شوه

ښاغلي متقي همدارنګه له افغان زلزله ځپلو سره د چین د بشري مرستو مننه کړې ده. هغه ویلي: “اوس مهال ژر تر ژره د سرپناه اړتیا ده ترڅو زیانمن شوي کورونه جوړ شي.

له زلزله ځپلو سره د چین مرسته

پر همدې مهال طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت وايي نن سې شنبه له افغان زلزله ځپلو سره د چین بشري مرسته کابل ته ورسېده. یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه بشري مرسته نن په شپږو طیارو کې افغانستان ته انتقال شوې چې په نژدې وختونو کې به پر افغان زلزله ځپلو ووېشل شي.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس په دغه مرسته کې ۹۸۰ خېمې،۳۲۰ چپرکټونه او څه باندې ۶زره کمپلې شاملې وې. د راپورنونو له مخې، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له آمله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او په سلګونو نور ټپیان شوي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button