تجارت خبرونه

طالبان: چینایان باید د مس عینک کار پیل کړي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، چې چینايي شرکت باید د مس عینک کان کار پیل کړي

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ایم سي سي چینايي شرکت ته یو میاشت وخت ورکړی چې د مس عینک کان د استخراج چارې عملاً پیل کړي.

د طالبانو په حکومت کې د اطلاعات او کتلور، او اوبو او انرژۍ وزارتونو چارواکو هم کابل کې د چین له سفیر ژاو شنک سره لوګر ولایت ته د سفر پرمهال د دغه کان د استخراج برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د مس عینک کان استخراج د افغانستان له لویو اقتصادي پروژو ګڼل کېږي چې تړون یې ۲۰۰۷ کال د حامد کرزي د حکومت پر مهال له چینايي شرکت سره شوی و،‌ خو د استخراج چارې یې تراوسه د بېلابېلو لاملونو له کبله پاتې دي.

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي د دغه کان د استخراج چارې کلونه کلونه ځنډیدلې او قراردادي چینايي شرکت ته یې نور وخت نشي ورکولی.

د چینايي شرکت ټولې غوښتنې پوره شوي دي

ښاغلي دلاور لوګر ولایت ته د سفر پر مهال وویل د ‘ایم سي سي’ شرکت ټولې غوښتنې پر ځای او له کانه د استخراج د پیلولو پر وړاندې ټول خنډونه لېري شوي دي.

نور ولولئ: چین له افغانستان سره  مستقیمې الوتنې پيل کوي

نور ولولئ: طالبانو په روان لمریز کال کې د ۱۵ کانونو قراردادونه کړي

له ایم سي سي چینايي شرکت سره د مس عینک کان د استخراج تړون په ۲۰۰۷ کال کې چې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر و، شوی و.

5 (2)
د مس عینک کان

په پام کې وه چې له دغه کانه د استخراج عملي چارې په ۲۰۱۳ کال کې پیل شي خو د ناڅرګندو لاملونو له امله د دې سترې اقتصادي پروژې چارې پیل نه شوې.

څلور سوه میګاواټه برښنا مس عینک ته چمتو شوې ده

دغه چینايي شرکت د عملي چارو پیلولو لپاره د اوبو او برېښنا د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنې کړې وې.

اوس طالب چارواکي وايي د څلور سوه میګاواټه برېښنا او اړتیا وړ اوبو برابرولو برخه کې چمتووالی نیول شوی دی.

خو د طالبانو حکومت کې د اطلاعات او کلتور وزارت چې دا کار یې مسوولیت ګڼل کېږي وايي چې وار دمخه یې زرګونه تاریخي اثار له دغه کانه ملي او د سیمې موزیم لېږدولي او زرګونه نور پاتې دي چې د استخراج له چارو سره به هممهاله لېږدول کېږي.

د دې وزارت سرپرست ملا خیرالله وايي په دې برخه کې له چینايي شرکت سره هوکړې ته رسېدلي دي.

په پام کې ده چې د ایم سي سي چینايي شرکت پر مس عینک کان، چې د مسو یو ستر کان بلل کیږي څه باندې درې میلیارد ډالره پانګونه وکړي چې نه یوازې د افغانستان اقتصاد لپاره ګټور دی بلکې زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابرېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button