اقتصاد او سوداګري

طالبان: کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ایسارو اموالو د خوشي کولو موافقه وشوه

په پاکستان کې د طالبانو سفارت خبرداری ورکړ چې کراچۍ د افغان سوداګرو د ایسارو اموالو د خوشي کېدو هوکړه وشوه

پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په زرګونه کانټینره اموال ایسار کړي وو چې په دې کې اکثره هغه جنسونه وو چې تاریخ یې ژر تېرېږي، خو له دې سره سره اسلام اباد اجازه نه ورکوله چې افغانستان ته ورسېږي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت وايي، د پاکستان حکومت هوکړه کړې چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند مالونه سملاسي پرېږدي.

پاکستاني لوري اوس د اموالو د خوشي کولو هوکړه کړي

دغه سفارت د پنجشنې په ورځ پر خپلې اېکس پانې لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې دا هوکړه کړې ده.

طالبان وايي، چې دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت وزیرانو هم ګډون درلود.

نور ولولئ: طالبان: پاکستان دې د افغان سوداګرو سوداګریزو کانټینرو ته اجازه ورکړي

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان جان الکوزي تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، اسلام اباد په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر څلور زرو ډېر کانتینرونه ایسار کړي دي.

نوموړي د پاکستان دا ګام د د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ تون خلاف وباله او زیاته یې کړه، چې د مالونو له ځنډېدو سره امکان شته افغان سوداګر په میلیونونو اضافي مالیه پرې کړي.

پاکستان ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر تګ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزی د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ له څو ورځو راهیسې په اسلام اباد کې دی.

نوموړي پرون د پاکستان او ازبکستان سره په درې اړخیزه غونډه کې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو زیاتولو اړوند هوکړې هم لاسلیک کړې.

په کراچۍ کې د افغان سوداګرو د څه باندې درې زره کانټینرونو د درول کېدو وروسته طالبانو له پاکستانه وغوښتل، چې یاد کانټینرونه دې خوشې کړي.

نور ولولئ:  پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه توکي د ګمرکي معافیته په استفادې افغانستان ته ځي؛ خو بېرته په قاچاقي ډول پاکستان ته واردیږي.

پاکستان له اقتصادي بحران سره مخ دی

سوداګر وايي، پاکستان له اقتصادي او مالي بحران سره مخامخ دی او له همدې امله له دوی درانه مالیات غواړي او همدا لامل دی چې مالونو ته د لېږد اجازه نه ورکوي.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز د سې شنبې په ورځ له طالبانو او ازبکستان سره په درې اړخیزه ناسته کې د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ او نوي بازارونو ته د درې واړو هېوادونو د لاس رسي غوښتونکي شول.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button