طالبان: ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه غواړي

اړوند خبرونه:
د تورخم دروازې د پرانیستې په تړاو د طالبانو او پاکستان ناسته بې پایلې وه
پاکستاني ریاست د تورخم دروازه لا هم تړلي ده
د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت سرپرست، دین محمد حنیف د کوم هېواد له نوم اخیستو پرته ویلي، چې ځینې ګاونډي هېوادونه د افغانستان پرمختګ نه غواړي.
د حنیف په خبره، دغه هېوادونه غواړي چې افغانستان یوازې د دوی د توکو د مصرف بازار و اوسي، نه یو تولیدوونکی او خپلواک هېواد.
دین محمد حنیف د ختیځ لوري مسافر وړونکي ترمینل جوړېدو د چارو د پیل په مناسبت غونډې ته دغه راز زیاته کړې چې، بهرنیان افغانستان کې له ویجاړۍ پرته بله هیڅ لاسته راوړنه نه لري.
هغه وایي اوس وخت کې هېواد تر هر وخت زیات د خلکو د یووالي، هڅو او همغږۍ ته اړتیا لري.
بل لورته د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي ویلي، چې د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رییس په مشرۍ د هغه هېواد د خصوصي سکټور یوه پلاوي پرون شنبه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته سفر کړی.
د هغه په وینا، یاد پلاوي نن د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو سره کتلي.
ویل کېږي چې دواړه لوري به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، دوه اړخیز ټرانزیټ او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره د سویلي اسیا نښلولو په اړه بحث او خبرې وکړي.