طالب رژیم: تحریر الشام ډلې ته دې پر دمشق تر لاسه کړی واک مبارک وي
یو ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله ورک او تېره ورځ د سوریې په یوه زندان کې وموندل شو
دغه نیول شوی لنانی ۱۸ کلن و چې د سوریې د پرځېدلي رژیم لخوا نیول شوی او زندان ته اچول شوی و، خو د بشار اسد د رژیم له سقوط سره سم هغه له زندانه ازاد شو.
دغه خوشی شوی بندي چې نوم یې علي دی، پر یوه پوسته د تلاشۍ پر مهال نیول شوی و.
ددغه بندي کیسه خورا هېښوونکي ده
د رویټرز خبري اژانس د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې یو لبنانی، چې له ۴۰ کلونو راهیسې ورک و، د حماه ښار له زندانه وروسته له هغه ازاد شو چې دا ښار د بشار اسد د رژیم مخالفانو ته ولوېد.
د دې راپور له مخې، معمر العلي هغه وخت پوه شو چې د خوشي شویو بندیانو په فلم کې یو ږیره ور سړی یې ورور «علي» دی، چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې ورک شوی و.
نور ولولئ: سوریه کې د اسرائیلو هوايي بریدونه؛ دغه بریدونو کې ۴۰ کسان وژل شوي
نور ولولئ: په سوریه کې د حلب ښار لاندې کېدونکي ډله هيئة تحرير الشام څوک ده؟
العلي په خپل کور کې چې د لبنان په شمال کې دی، وویل: «زما زړه ماته شاهدي راکړه چې دا زما ورور دي.»
ده زیاته کړه، د پنجشنبې له ورځې، چې د خپل ورور ویډیو یې په انټرنیټ کې لیدلې، تر اوسه نه دی توانېدلی چې له هغه سره اړیکه ونیسي.
علي لا هم نه پوهېږي چې هغه څوک دی
یوه سوري خبریال چې په حماه کې دی، ویلي چې دغه لبناني بندي خپله حافظه په بشپړ ډول له لاسه ورکړې او نه پوهېږي چې هغه څوک دی.
د هغه کورنۍ، چې په لسیزو یې د هغه د موندلو لپاره لټون کړی، وایي چې علي العلي هغه وخت ونیول شو چې ۱۸ کلن و. دی د لبنان د کورنۍ جګړې پر مهال د سوریې د پوځ د تلاشۍ په یوه پوسته کې نیول شوی و.
دغه جګړه له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۹۰ پورې روانه وه. د تېره اوونۍ یاغیانو د حما ښار د نیولو پر مهال زرګونه بندیان له دې بدنام زندان څخه خوشي کړل.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اوس زرګونه کورنۍ هیله لري چې خپل خپلوان به، چې د اسد د کورنۍ د واکمنۍ په نیمې پېړۍ کې په زندانونو کې وو، پیدا کړي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې د حماه، حمص، حلب، دمشق او نورو ښارونو کې هغه بندیان له زندانونو ازاد شول چې لا اعدام شوي نه وو.