نړیوال خبرونه

د م.م امنیت شورا غزه کې د اوربند پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د اوربند کولو پرېکړه لیک تصویب کړ او دا به د اوږدې مودې اوربند وي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پرېکړه لیک کې چې بېګا تصویب شو؛ د روژې په مبارکه میاشت کې د داسې ډزبندۍ غوښتنه شوې چې پایله یې د غزې په تړانګه کې دوامداره او د اوږدې مودې اوربند وي او همداراز حماس او نورې وسله والې ډلې باید هغه اسراییلي وګړي بې له کوم قید و شرطه خوشې کړي چې د اکتوبر د اوومې نېټې په حمله کې یې یرغمل کړي وو.

امنیت شورا د غزې د جګړې له پیله د لومړي ځل لپاره په غزه کې د اوربند په پلوي رایه ورکړه.

پر دې پرېکړه لیک د اسراییلو خفګان

دې پرېکړه لیک ته چې طرح یې الجزایر د سویس، سلووینیا، جاپان او جنوبي کوریا په ګډون د څو هېوادو په ملاتړ وړاندې کړې وه، د امنیت شورا له پنځلسو غړو ۱۴ مثبتې رایې ورکړې. متحدو ایالتونو چې د اوربند لپاره پخواني پرېکړه لیکونه یې ویټو کړي وو، دې پرېکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړه.

اسراییلو پردې پریکړه لیک خپګان ښودلی او په غبرګون کې یې واشنګټن ته د یوه جګپوړي اسراییلي پلاوي سفر لغوه کړ.

نور ولولئ: یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: د م.م امنیت شورا مشره طالبانو ته: پر ښځو محدودیت لګوونکې فرمانونه مو لغوه کړئ

د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې وویل چې د امنیت شورا پرېکړې د جګړې او د برمته وو د خوشې کېدو هڅې زیانمنې کړې. نتنیاهو وايي، دا پرېکړه لیک حماس هیله من کوي چې نړیوال فشارونه به دا امکان ورته برابر کړی چې د اسراییلي برمته وو له خوشې کولو پرته اوربند وکړي. خو متحدو ایالتونو وویل چې اوربند یوازې هغه مهال عملي کېدای شي چې حماس د برمته وو خوشې کول پیل کړي.

حماس ډلې یې هرکلی کړی

حماس چې متحدایالات او اروپايي ټولنه یې د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژني، د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د فلسطیني بندیانو په بدل کې د اسراییلي برمته د خوشې کېدو په اړه خبرو ته چمتو دی.

اروپايي ټولنې هم د امنیت شورا د پرېکړه لیک هرکلی کړی. د دې ټولنې مشرې اورزولا فان دیرلین تېره شپه پر ایکس شبکې ولیکل چې د دې پرېکړه لیک تطبیق د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ډېر مهم دی. ترکیې د امنیت شورا پرېکړه د غزې تړانګې ته د بشري مرستو د بیا پیلیدو لپاره یو مثبت ګام وباله.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button