ځایی

طالب وزیر وایي، له اړتیاوو سره سم محصلین روزو

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندیم وايي، د افغانستان له اړتیاوو سره سم محصلین روزي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ ندامحمد ندیم  د دوی د رژیم د ریاست الوزراء سرپرست او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې، د دغه وزارت د فعالیتونو په اړه نوموړي ته راپور ورکړی.

هغه مولوي کبیر ته ویلي، چې د پوهنتونونو د علمي کچې لوړولو په موخه یې اړین ګامونه پورته کړي دي

‏‏سرچينې همدارنګه ویلي، چې په کور دننه یې د پوهنتونونو د علمي ظرفیت لوړولو ته زمینه برابره کړې ده.

د متخصصینو پر مټ طرحې

د شېخ ندیم په وینا، د متخصصینو پر مټ په داسې طرحو کار کوي، چې د افغانستان له اړتیاوو سره سم محصلین فارغ کړي.

‏د طالبانو د ریاست الوزرا سرپرست د لوړو زده کړو سکټور وده د اوسني عصر اړتیا بللې او ویلي، چې په پوهنتونونو کې دې تدریسي نظام داسې ترتیب او تطبیق شي، چې په هر اړخیز ډول محصلین له علمي پانګې سره سره په اسلامي او ملي روحیه وروزي.

د لوړو زده‌کړو د بنسټونو پراختیا

نوموړي ویلي، چې د لوړو زده کړو د بنسټونو د پراختیا لپاره دې د نورو هېوادونو له تجربو څخه کار واخیستل شي او د علمي کادرونو ظرفیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

مولوي کبیر همدارنګه ویلي، چې د خصوصي پوهنتونونو د پیاوړتیا او ودې په موخه دې د لوړو زده کړو وزارت اساسي کار وکړي.

د طالب چارواکو دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د منتقدانو په باور یې د دوی له بیا واکمنیدو سره د افغانستان تحصیلي سکتور سخت تاوان لیدلی، ځکه نجونې له زده کړو منع، سلګونه استادان هېواد پریښودو ته اړ او پرځای یې ملایان مقرر او همدا شان په تحصیلي نظام کې د طالبانو په سلیقه برابر افراطي مضامین او کړنې زیاتې شوي دي.

نور ولولئ: د لوړو زده کړو وزیر: نړی دې د افغانستان د تحصیلاتو برخه کې مرسته وکړي

ددې تر څنګ د خصوصي پوهنتونونو برخه له سقوط سره مخامخ ده، ځکه نجونو ته اجازه نه ورکوي چې پوهنتونونو او ښوونځیو ته لاړې شي. په خصوصي پوهنتونو کې د نجونو زده‌کوونکو ګراف تر هلکانو ډېر وو چې د خصوصي پوهنتونونو برخه پر همدوی ولاړه وه. له بلې خوا شنونکي وایي چې طالبان په هېڅ صورت له ښوونځیو او پوهنتونونو سره جوړ نه دي او که وس یې ورسېږي، نو د هلکانو ښوونځي او پوهنتونونه هم پر دیني مدرسو بدلوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button