نړیوال خبرونه

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد: امریکا د دوحې تړون نقض کړی

ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکا د دوحې تړون نقض کړی او طالبان لا هم تر نړیوالو بندیزونو لاندې دي

د دوحې د تړون د څلورم تلین له پوره کېدو سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، له امریکایانو سره د دوحې تړون د افغانانو د جهاد او قربانیو په پایله کې لاسلیک شو او د دغه تړون له لاسلیک وروسته په افغانستان کې د وینو توېیدو مخه ونیول شوه.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ تړون د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو.

د طالبانو په وینا له دوحې تړون د واشنګټن سرغړونه

د یاد تړون د څلورو کلونو له پوره کېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، امریکا د دوحې د تړون د یو شمېر مادو څخه امریکایي چارواکو سرغړونه کړې.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د پنج شنبې په ورځ د (کب ۱۰مه) د دوحې تړون د څلورمې کلیزې په مناسبت د یادې ډلې د ویاند ذبیح الله مجاهد پیغام خپور کړی.

نور ولولئ: غني: د دوحې تړون یو ناورین و

نور ولولئ: امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې یاد تړون د افغانانو د قربانیو او جهاد په پایله کې لاسلیک شو او امریکا اړه شوه چې تر اوږدو خبرو وروسته یاد تړون ورسره لاسلیک کړي.

طالبان د دوحې تړون د وینو تویېدو مخه نیونکی بولي

ښاغلی مجاهد وايي، د دغه تړون تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د وینو توېیدو مخه ونیول شوه او موږ اوس د بشپړ امنیت خاوندان یو.

doha agreement
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد: امریکا د دوحې تړون نقض کړی

خو نوموړی د یاد پیغام په وروستۍ برخه کې ویلي چې، امریکا د یاد تړون ځینو مادو څخه سرغړونه کړې او لا هم پر افغانستان د امریکا له لوري بندیزونه دوام لري.

مجاهد وايي:«د دوحې د تړون د متن په تشریحاتو کې هغوی ژمنه کړې وه، چې له افغانستان سره به یې تعامل عادي وي، له افغانستان سره به ښې اړیکې لري او د افغانستان د پرمختګ مخنیوی به نه کوي؛ خو داسې نه دي شوي اوس هم تورلیستونه شته، بندیزونه په خپل ځای پاتې دي، د افغانستان د خلکو پیسې کنګل شوې دي او د رسمیت پېژندلو مخه هم نیول شوې ده.»

طالبنو د دوحې په تړون کې د نورو ژمنو تر څنګ په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړول منلي و، خو دغه ډلې واک ته په رسېدو هغه ژمنې نه دي عملي کړي چې په دوحه کې یې له امریکا سره کړي وې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button