Uncategorized

طالب ویاند پر طالب چارواکو د امریکا بندیزونه وغندل

د امریکا له لوري پر دوو طالب وزیرانو تازه بندیزونه لګول شوي چې طالب ویاند دغه بندیزونه غندلي دي

طالبان وايي چې دا بندیزونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي. دوی په داسې حال کې دا خبره کوي چې طالبانو د ښځو پر وړاندې ځپونکي تګلارې عملي کوي او د ښځو اسلامي او بشري حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي.

طالبانو د امریکا له لوري د دې ډلې د امر بالمعروف و نهې عن المنکر پر وزیر محمد خالد حنفی او د علومو اکاډمۍ پر مشر فرید الدین محمود لګیدلي بندیزونه غندلي.

نور ولولئ: د طالبانو ښځو ضد پالیسي؛ په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز لګولی

امریکا پر دغو طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو له امله بندیزونه لګولي او له ۶ ټولګي د پورته زدکړو د بندیز اصلي طراحان یې بللي.

دا ډول فشارونه ستونزې نه شي هوارولی

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په اکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت له خوا پر دې طالب چارواکو لګیدلي‌ بندیزونه غندلي دي.

د مجاهد په وینا فشار او بندیزونه هیڅ ستونزه نشي هوارولی او دا چې د ده په وینا امریکا د دغه دول ناکامو کړنو تجربه لري چې نورې باید تکرار نشی.‌

نوموړي ویلي: “په داسې حال کې چې امریکا پخپله د اسراییل د ملاتړ له امله د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکی هیواد دی، د بشري حقونو پر سرغړونو د نورو تورنول او بیا پرې بندیزونه لګول غیر منطقي کار دی.”

د نورو هېوادونو پر وګړو دا ډول بندیزونه

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت او بهرنیو چارو وزارت د ۱۳ هیوادونو په ۳۷ کسانو له بشري حقونو د سرغړونې له امله بندیزونه لګولي دي.

نور ولولئ: د طالبانو ښځو ضدتګلاره؛ وزیر یې وايي روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې کمې دي

په دې ډله کې د افغانستان، چین او ایران په ګډون د یو شمیر نورو هیوادونو چارواکي هم شامل دي.

د امریکا د خزانه دارۍ وزارت ویلي چې پر طالب چارواکو د ښځو او نجونو د ځپلو له امله بندیزونه لګیدلی او د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزرات سرپرست وزیر حنفي د انساانانو په وژنو، اختطافونو، وهلو او ټکولو کې لاس لري.

خو له دې ټولو سره سره بیا هم طالبانو د نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی او نه یې هم د نړیوال تعمل لپاره لار هواره کړي ده.

نړیوال له طالبانو غوښتي چې د رسمیت پېژندنې لپاره زمینه مساعده کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button