کورني خبرونه
رجحان

طالب چارواکي د ننګرهار په یوه ولسوالۍ کې ۶ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت

طالب چارواکو ویلي د ننګرهار په سرخ رود ولسوالۍ ۶ زره ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه لوړه شوي، له همدې امله ماشومان هم اړ شوي چې شاقه کارونو ته مخه کړي ده.

د طالب د چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایت یوازې په یوه ولسوالۍ کې شاوخوا ۶زره ماشومان په سخت کار بوخت دي.

دا ماشومان د سرخ رود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې کار کوي، چې ډیری یې په لږ معاش او سختو شرایطو کې کار کوي.

د یادو ماشومانو عمر

طالب چارواکي,ننګرهار,زره ماشومان په درنو کارونو بوخت

د کارګرو ماشومانو کورنیو د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اقتصادي ستونزو دوی ته بله چاره نه ده پرېښې.

د دغو ماشومانو له ډلې څخه یو شمېر یې له لسو کلونو کم عمر لري او له خپلو کورنیو سره د مرستې لپاره له زده کړو بې برخې دي.

یوه ماشوم کارګز بلال وویل ،«زما هیله دا ده چې ښوونځي ته لاړ شم.»

نور ولولئ | د مخ لکې او داغونو د له منځه وړلو لپاره کورنی ماسک او درملنه

نور ولولئ | په ځوانۍ کې د ويښتانو د سپېنيدلو لاملونه او درملنه

یوې بلې ماشومې کارګرې بوشرا ورته خبره وکړه، ویې ویل:، «د درس وخت نه لرو. موږ څه کولی شو؟ دا مو مجبوریت دی.»

د دغو ماشومانو میندو او پلرونو هم مجبوریت د دې سبب وباله چې پر خپلو تنکیو ماشومانو کار وکړي. ځینو وویل چې پوروړي دي او که پر ماشومانو کار ونه کړي پور نه شي ادا کولی.

طالبانو ته را روانې مرستې او بې وزله ولس

طالب چارواکي,ننګرهار,زره ماشومان په درنو کارونو بوخت

سره له دې چې تقریباً هره اوونۍ د ۴۰ میلیون ډالرو کڅوړې د بشري مرستو په نامه افغانستان ته راځي او له بلې خوا طالبان هره ورځ کانونه په قرارداد ورکوي او تازه یې ویلي چې د ۷ میلیارده او ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یې کانونه په قرارداد ورکړي خو د افغانانو بیوزلي، بې روزګاري او لوږه مخ په زیالتېدو ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس فرید الله حقاني په دغه ولایت کې د ماشومو کارګرو موضوع تایید کړه. حقانی وویل، “موږ یوه سروې ترسره کړه او ومو موندله چې یوازې په سرخ رود کې شاوخوا ۵۸۷۹ ماشومان، دواړه هلکان او نجونې، په سخت کار بوخت دي.”

د ننګرهار اوسیدونکي په دې باور دي چې ښایي زرګونه نور ماشومان هم په ورته شرایطو کې په نورو ولسوالیو کې کار کوي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د ماشومانو د ژغورنې لپاره هېڅ برنامه نه لري.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button