ځایی

طالب چارواکی: هو، له یوې ښځې سره مې زنا کړي ده

یو طالب چارواکی په یوه ویډیو کې اعتراف کوي چې له یوې ښځې سره یې زنا کړې ده

دغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د تخار ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو د قوماندانۍ جنایي امر قاري سمیع الله اعتراف کوي، چې له واده پرته یې له یوې ښځې سره يې جنسي اړیکې لرلې.

په یوه جلا ویډیو کې د دغه طالب چارواکي له یوې ښځې سره د جنسي اړیکو شېبې لیدل کېږي.

دغه طالب چارواکی په اعترافي ويډيو کې وايي، چې د ينګي قلعه اوسېدونکی او د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ جنايي امر دی.

هغه وايي، چې له يوې نيمې مياشتې راهيسې له دغې ښځې سره اړيکې لري او درې ځلې يې په فرخار کې ور سره ليدلي دي.

دغه طالب چارواکی څنګه د کمرې ښکار شوی؟

هغه د یو کس د پوښتنې په ځواب کې چې ترې څېړنې کوي، وايي سهار شاوخوا اته بجې يې ورته زنګ وواهه او د ملاقات وخت يې ورکړ.

نور ولولئ: د جنسي اړیکو رسوا کېدونکې طالبان یوازې له دندو ګوښه کېږي

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې له هغې او یوې بلې ښځې سره یې په داسې ځای کې ډوډۍ خوړله چې نه پوهېده یو رستورانت دی او بیا یې له هغې سره «زنا» او «شونډې ښکلول» کړې دي.

دغه ويډيو، چې د ځايي اوسېدونکو له خوا په پټه اخیستل شوې لیدل کېږي، چې دغه سیمه ییز طالب چارواکی د کوکچه رستورانت بهر په یوه ځای کې یوه ځوانه ښځه په غېږ کې نیسي او بیا «زنا» ورسره کوي.

دا څووم ځل دی چې طالب چارواکی پر دا ډول کارونو نیول کېږي

د تخار ولایت اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، قاري سمیع الله د چهارشنبې په ورځ د وږي د میاشتې په اوومه نېټه د فرخار ولسوالۍ په کوکچه رستورانت کې د ځايي خلکو له خوا له يوې ښځې سره د لیدنې پرمهال ونیول شو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو دغه سيمه ييز مسوول اوس د دې پېښې په تړاو له دوو مېرمنو سره د يادې ډلې په زندان کې دى.

د تخار ولایت اوسېدونکي وايي، طالب چارواکو له خپل دولتي واک او شتمنۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړې او دوی ډېرو ودونو او له واده بهر غيرې قانوني اړيکو ته يې لاره هواره کړې ده.

سره له دې چې طالبان په دا ډول نامشروع اړیکو کې نیول کېږي، خو د عامو افغانانو په څېر نه په درو وهل کېږي او نه هم زندان تېروي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button