ستاسې اند او نظر

عاصم منیر وايي، «دښمن» به بې ځوابه نه پرېږدي

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير وایي: «مونږ د بدو قوتونو په ضد متحد يو او له دوښمن سره په اوسپنیزو لاسونو مقابله کوو.»

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اس پي ار) ویلي، چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر دا خبره پېښور ته د خپل سفر پر مهال د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په لیدنه کې کړې ده.

نوموړي ويلي دي، چې د قوم د امن د خرابولو هر ډول هڅې ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي او د زیان رسولو توان به له منځه یوسي.

په دغه سفر کې د پاکستان پوځ مشر زیاته کړې ده: «موږ د امنیتي ځواکونو په لاسته راوړنو ویاړو. موږ په بریالیتوب سره د خپلو پولو دننه او بهر د ترهګرو سازمانونو عملیاتي وړتیاوې کمې کړې دي. پاکستاني ځواکونو د ترهګرو بنسټونه او د هغوی حجرې له منځه وړي دي. دا پیغام چې ترهګري زموږ په خاوره کې ځای نه لري او د ځواکونو هر عملیات د امنیتي ځواکونو د زړورتیا، مسلکيتوب او عملیاتي چمتووالي ثبوت دی.»

د پوځ د عامه اړیکو ادارې په دغه اعلامیه کې راغلي، چې ګډونوالو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د سیاسي غږ او د خلکو د ملاتړ پر اړتیا موافقه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) بیا د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په ملاتړ تورونوي.

همدا ډول په افغانستان کې تېر جمهوري حکومت هم وخت ناوخته د پاکستان پوځ د طالبانو په ملاتړ تورنولو او اوس تازه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکري ته منسبوب په اېکس پاڼه لیکل شوي‌، چې په پاکستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مرکزونو په تړاو ورسره ثبتونه شته او د دغه هېواد پوځ ورته روزنه ورکوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button