ستاسې اند او نظر

عامې روغتیا وزارت: تېر کال د کانګو ناروغۍ ۱۱۴ کسان مړه کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ ۱۱۴ کسان مړه کړي دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د ۱۴۰۱ کال په پرتله تېر ۱۴۰۲ کال پرمهال هېواد کې د کانګو تبې ناروغي پېښې زیاته شوې دي.

د یاد وزارت د ساري ناروغیو برخې رییس فخرالدین ستانکزي نن پنج‌شنبه، وري دویمه وویل، د تېر کال پرمهال هېواد کې پر کانګو ناروغي اخته ۱۱۴ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه ناورغي کله خپرېږي؟

نوموړي وویل: «دا ناروغي زیاته شوې. ۱۴۰۲کال کې ۱۲۳۸پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۱۴کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همداراز ۱۴۰۱ کال کې بیا ۴۳۱ پېښې شوي چې له ډلې یې ۱۱کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

health

له دې سره کابل ښار کې د انتاني روغتون مسوولان وايي، هرکال د وري میاشتې په وروستیو کې د کانګو ناروغي زیاتیږي او دغه روغتون هم پر دې ناروغي د اخته ناروغانو درملنې ته چمتوالی نیولی دی.

نور ولولئ: د هرات خونړۍ زلزله؛ متحده عربي اماراتو یې قربانیانو ته موقت روغتون جوړ کړ

نور ولولئ: د طالبانو ښځو ضدتګلاره؛ وزیر یې وايي روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې کمې دي

نور ولولئ: طالبان د خصوصي روغتونونو د ښځینه ډاکټرانو او همکارانو معلومات څه کوي؟

د انتاني روغتون متخصص ډاکټر فریدالله عمري وویل، سخته تبه، د سر درد، د عضلاتو درد، د غاړې شخ پاتې کېدل، د ملا درد، د سترګو سره‌کېدل او غوسه د کانګو ناروغۍ له نښو څخه دي.

هغه د دغې ساري ناروغۍ مخنیوي په اړه وویل: «هغه کسان چې پر بدن زخم لري، باید مسلخونو ته نږدې نه‌شي او همداراز له دست‌کشو پرته څارویو ته لاس ورنه‌وړي. کله چې د څارویو غوښه پخوي، هڅه دې وشي چې ښه حرارت ورکړل شي.»

health (1)

د کانګور ناروغي او د هغې علایم

کانګو یا وینه بهونکې تبه یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د څارویو د کنې په واسطه د څاروي په بدن کې پیدا کېږي او وروسته د همدغه څاروي د غوښې خوړو له لارې د انسان بدن ته ننوځي.

یوشمېر ناروغ‌لرونکي له عامې روغتیا او کرنې وزارتونو غواړي چې د څارویو د ساتلو ځایونه دواپاشي کړي.

په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلې وو، چې د ۲۷ زره کارکوونکو په ګومارلو او د زرګونو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره یې د افغانستان د روغتیايي سیستم د سقوط مخه نیولې ده.

هغه وخت یونیسف زیاته کړي وه، چې دغه اقدام د نړیوال بانک د جنوبي اسیا څانګې او د اسیا پراختیايي بانک په همکارۍ ترسره شوی دی.

بل خوا ځینو بنسټونو ویلي وو، چې د طالبانو په راتګ سره د افغانستان د روغتیا سکتور فلج کېدو ته نږدې شوی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button