نړیوال خبرونه

عباس ستانکزی: د بین الافغاني خبرونتیجه کې به نظام کې بدلون رازي

 عباس ستانکزی: د بین الافغاني خبرونتیجه کې به نظام تغیرکوي،د طالبانو مزاکراتي ټيم مشر شير محمد عباس ستانکزي ميډیا سره د خبرو پر مهال ویلي چې د سولي خپلمنځي مذاکراتو وروسته دوی د اوسني نظام بدلون غواړي،

عباس ستانکزي زياته کړی چې اوسنی نظام دوی ته د منلو نه ده بلکي دوی به په ټول افغانستان کي يو نوۍ او اسلامي نظام جوړوي.د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي دا هم وويل چې دوی هيله مند دي چې بين الافغاني مذاکرات به ډير ژر پيل شي او په افغانستان کې دغې روانې ۲۱ کلنې جګړې له منځه لاړه شي، او افغانستان به یو په ځان بسیا هېواد اووسیږي،

ستانکزی دا هم وويل دوی چې کوم ۲۱ کسيز پلاوی ټاکلی ډير با صلاحيته او د هر ډول پريکړې کولو صلاحیت لري، خو ستانکزي بيا د افغان دولت له لوري په مرکچي پلاوپ نيوکې وکړې او ويې ويل چې د معصوم ستانکزي په مشرۍ چې کوم پلاوی افغان حکومت ټاکلی پوره باصلاحيته نه دی ورکړل شوی. بلکي هره پريکړه به له ارګ سره شريکوي.او دا دیو مزاکراتي يلاوي لپاره مناسبه خبره نده.

د یادولو وړ ده چې دوه ورځي وړاندې د قطر دفتر د مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي رويټرز خبري آژانس ته ويلي چې دوی په راتلونکي اونۍ کې د بين الاافغاني خبرو ته کوم پلان نه لري. عباس ستانکزي د پنجشنبې ماښام زړيټرز خبري آزانس دغه څرګندوني په داسې حال کې وکړې چې تر دې څو ساعته مخکي عباس ستانکزي د هغه طالب مشرانو نوملړ خپور کړ چې د سولي په بين الافغاني خبرو کې به شتون ولري،

د دغه ډلې د قطر دفتر سياسي وياند سوهيل شاهين هم تيره ورځ یوې رسنۍ ته ويلي چې دوی به تر هغو هيڅ کله بين الاافغاني خبر ته کيننې تر څو افغان حکومت د دوی ۴۰۰ طالب زندانيان په بشپړ ډول ازاد نکړي، خو حکومت هم په دې اړه ویلي چې ترڅو چې زمونږ نظامي عسکر نوي راخلاص شوي مونږ هم طالب بندیان د خوشې کېدو پرېکړه نه کوو،

بل خوا د طالب مشر دغه څرګندوني د ملي پخلايني د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د هغو خبرو په ځواب کې وکړې چې دوه ورځې مخکې ښاغلي عبدالله د سولې او جنګ په انسټيټوټ کې يوې غونډي په ترڅ کې وويل چې ډير احتمال شته چې راتلونکي هفته کې به د افغانانو تر منځ بين الافغاني مذاکرات شروع شي،

هېره دې نوي چې د سولې مشورتي لويې جرګې په ۲۵ ماديز پريکړه ليک د ۴۰۰ طالب زندانيانو له خوشي کولو سره هوکړه وکړه.د جرګي له هوکړې وروسته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ۴۰۰ طالب زندانيانو د خوشي کيدو فرمان لاسليک کړ خو د فرمان له لاسليک وروسته يوازي ۸۰ تنه زندانيان خوشي شوي چې ۳۲۰ يې لاهم په بند کې دي او ندي خوشې شوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button