سفر خبرونه

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

اړوند خبرونه:

مارکو روبیو وايي، امریکا به د جي۲۰ هېوادونو غونډه کې ګډون ونه کړي

د هند لومړی وزیر وايي، جي۲۰ هېوادونو د افریقايي ټولنې دايمي غړیتوب منلی

د ايران د بهرنيو چارو وزير سید عباس عراقچي د طالبانو له چارواکو سره د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره د يوې ګډې طرحې د جوړولو خبر ورکړی او ټينګار يې کړی چې دا بهير به په «تدريجي او باعزته» توګه ترسره شي.

ښاغلي عراقچي د دوشنبې په ورځ د کابل وروستي سفر ته په اشارې سره ويلي چې په دې ليدنه کې د ناقانونه کډوالو د وتلو اړتيا په اړه «مفصل بحث او خبرې اترې وشوې او دواړو خواوو د هغو اتباعو د راستنېدو پر اړتيا ټينګار وکړ چې په ناقانونه توګه ايران ته داخل شوي دي.»

عراقچي د دې بهير د مديريت پر اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل: «موږ له طالبانو سره په خبرو بوخت يو څو دا راستنېدل په اصولي او منظم ډول ترسره شي. په دې برخه کې د افغان کډوالو د تدريجي او باعزته وتلو لپاره يوه ګډه طرحه جوړه شوې او عملي کېږي.»

هغه زياته کړه چې طالبان هم بايد د دې کسانو د منلو وړتيا ولري او دوی د دې بهير د عملي کولو لپاره پلان جوړوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ايران کې د افغان کډوالو سره د سخت چلند راپورونه خپاره شوي دي.

د ايران د کورنيو رسنيو د راپورونو له مخې، د دې هېواد پوليسو د قم ښار کې پر يوې استوګنيزې ودانۍ یرغل ور وړی او ۲۱ ناقانونه کډوال نيولي او د کډوالو کمپ ته يې لېږدولي دي.

د ايران پوليسو دغه کسان د خلکو د «مزاحمت» په تور تورن کړي او ويلي يې دي چې دا اقدام د هغو راپورونو په تعقيب ترسره شوی چې د دې کډوالو د ناقانونه شتون په اړه ترلاسه شوي وو.

په وروستيو مياشتو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت فشارونه زيات شوي دي.

راپورونه ښيي چې په ايران کې په ځينو ښارونو کې د افغان اتباعو ګمارنه منع شوې او حتی د کورونو ځینو مالکانو له دوی سره د کورونو د کرايې کولو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې، د بشري حقونو سازمان «هه‌نگاو» د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۳ کال د اسد په ۱۵مه، په يوې اعلاميه کې په ايران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د «نژادپالنې» د زياتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

په دې اعلاميه کې راغلي: «د افغانانو پر وړاندې د نژادپالنې يوه څپه، که حکومتي وي او که ټولنيزه، په ايران کې د ليدو وړ ده.»

د دې سياستونو په دوام، په ايران کې د افغان کډوالو د حقوقي او انساني وضعيت په اړه اندېښنې زياتې شوې دي او د بشري حقونو فعالانو د دې اقداماتو د احتمالي ناوړه پايلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button