ځایی

عبدالحفیظ منصور: د طالبانو مخالفان دغه ډلې ته ماته نه شي ورکولی

ښاغلی منصور وايي، د طالبانو مخالفین ویشلي او د طالبانو پر وړاندې څه نه شي کولی

د پنجشېر د جبهې د مشرتابه شورا یو غړی وايي چې د طالبانو مخالفان د دې وړتیا نه لري چې د طالبانو ځای ونیسي ځکه چې له سیاسي پلوه وېشل شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشیر جبهې د مشرتابه شورا غړي عبدالحفیظ منصور وویل چې د طالبانو اپوزیسیون له سیاسي پلوه ټوټه ټوټه شوی او د افغانستان د واکمنې ادارې ځای نیولو ته چمتو نه دی.

منصور وویل، “زموږ ستونزه دا ده چې موږ له سیاسي پلوه ټوټې ټوټې یوو، موږ اوس مهال چمتو نه یوو چې د طالبانو رژیم بدل کړو.”

په مقاومت جبهه کې مالي فساد

هغه زیاته کړه، “اوس فرض کړئ چې طالبان سبا له منځه وړل کیږي، زه فکر کوم چې د هغوی د ځای نیولو لپاره چمتووالی او اړین ټیم نشته.”

نور ولولئ: د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې ویلي، علماءکرام د هغو مسائلو چې اختلافي وي، منع دي

نور ولولئ: د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ویجاړولو ته د رحمت الله نبیل او احمد مسعود غبرګون

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو د ۲۰۱ قول اردو د څلورمې لوا قوماندان محمد نسیم سنګین مخکې په یوه لیک شوی اډیو فایل کې د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې د “مقاومت جبهې” په مالي فساد او د واک پر انحصار انتقاد کړی و.

د پنجشیر جبهې دغه غړي ویلي و چې دا جبهه د نړیوالې ټولنې پر وړاندې نه روښانه ژبه لري، او نه د جګړې وړتیا لري او ټول امکانات یې په یو ځای پورې منحصر کړي دي.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په یوه اډیو فایل کې د پنجشیر د مقاومت جبهه په پراخ فساد تورنه کړې وه.

د جلا وطنه حکومت د جوړېدو هڅې

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو ځینې مخالفان د جلاوطنه حکومت د جوړېدو خبرې کوي.

سره له دې چې د طالبانو افراطي اقداماتو د هغوی مخالفانو ته د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ښه چانس برابر کړی خو د هغوی مخالفان په اوسني کمزوري او منزوي حالت کې په قومي او سمتي ستونزو سربېره پر ګڼو نورو اختلافاتو اخته دي. په داسي حالت کې که د طالبانو د مخالفانو کوم فراکسیون جلاوطنه حکومت جوړ هم کړي، هیڅ نتیجه به ترلاسه نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مخالفین حتی په ډېرو وړو قومي او ژبنیو مسائلو کې هم ښکېل دي او تر څنګ یې په ځینو مشرانو کې د مالي امکاناتو پر سر هم جنجالونه راپورته شوي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button